ټولني د اړيکو او پرمختګ له مخي پر دوه ډوله وېشلای سو، چي يو ډول يې تړلي ټولني دي او بل ډول يې خلاصي ټولني دي، تړلي ټولني هغه دي چي د نورو ټولنو سره يې اړيکي کمي وي او يوازي پر خپلو کلتوري او سيمه ييزو قواعدو باندي ولاړي وي، ياني د تړلي ټولني څخه موخه هغه ټولنه ده چي د نورو ټولنو سره کمي اړيکي لري او د نوو پرمختګونو سره يې هم اړيکي کمزوري وي، تړلي ټولني چي کله د نوو پرمختګونو او تمدنونو سره اړيکي ونيسي، بيا نو د رسمونو او رواجونو واکمني يو څه کمزوري کيږي، ځکه چي په متمدنو ټولنو کي د انسانانو ترمنځ پر اړيکو باندي قانوني او حقوقي قواعد واکمن وي، چي د هغو پلي کول اجباري اړخ لري او د سرغړونکو لپاره بېلابېل مادي او نور مجازات شتون لري او هم د قانون او حقوقي قواعدو د پلي کولو تر شا سياسي ځواک شته. تړلي ټولني له سياسي، اقتصادي، ټولنيز، او فرهنګي اړخه د نورو ټولنو سره بېلي وي، ددي ډول ټولنو غوره بېلګي قبايلي، کوچي او هغه ټولني دي، چي په غرونو او دښتونو کي تر خپلو عُرفي او رواجي قواعدو لاندي ژوند کوي. دا ډول ټولني داسي فرصتونه نلري، چي د نورو پرمختللو ټولنو او وګړو سره اړيکي ټينګي کړي. دا ډول ټولني د ټولنيز ځنځير کړۍ نه جوړوي، بلکي د وحشي ځناورانو او حيواناتو په څير په ځنګلونو، غرونو او دښتونو کي اوسيږي. تړلي ټولني د نوي نړۍ سره نښلېدلي نه دي او نه هم د نوي نړۍ له پرمختګونو او اسانتياوو څخه برخمن وي، دوئ يوازي د ميراثونو په بستر کي ژوند کوي. د دې ډول ټولنو حکومتونه او سياستول زياتره وخت د استبداد او ظلم څخه کار اخلي، دوئ د ټولني د کنټرول او دوګړو ترمنځ د نظم د راوستلو لپاره د بېلابېلو تشددي لارو څخه کار اخلي. په اوسنۍ يوويشتمه پيړۍ کي د دا ډول ټولنو بېلګي ډيري کمي دي، ټولو انساني ټولنو پرمختګونه کړېدي، د ټولنو ترمنځ اړيکي ټينګي سويدي او د عُرفي قواعدو واکمني تر يو بريده کمه سويده. انسانانو د پرمختګ لپاره بېلابېلي لاري موندلي دي او د ژوند د ښه کېدو لپاره د بېلابېلو وسايلو څخه ګټنه کوي، چي همدي بدلون ته (تمدن) ويلای سو. که څه هم په تړلو ټولنو کي د کار وېش ډير کم تر سترګو کيږي، خو په پرمختللو او تمدني ټولنو کي بيا د وګړو ترمنځ د کار ويش ټاکل کيږي.
خلاصي ټولني بيا هغه دي چي له پياوړي تمدني ژوند څخه برخمني وي او وګړي يې د نوي نړۍ تر قوانينو لاندي ژوند کوي، پدې ټولنو کي د وګړو ژوند د عقلي او فکري وسايلو پر بنسټ پرمخ ځي، ددې ټولني اوسيدونکي د بشري پرمختګونو څخه برخمن وي او د نورو ټولنو سره پراخه اړيکي لري. په اوسني وخت کي د نړۍ ټولي (زياتي) ټولني خلاصي دي او د نړۍ د نورو ټولنو سره هر اړخيزي اړيکي لري. پدې ډول ټولنو کي وګړي تر د عُرفي او رواجي قواعدو پر ځای تر قانوني او حقوقي قواعدو لاندي ژوند کوي او د ژوند ټول اړخونه يې د قوانينو او منظمو قواعدو پر بنسټ تنظميږي. همدارنګه وګړي د خپلو حقوقو څخه برخمن وي او د ژوند په ټولو اړخونو کي ټاکلي آزادۍ لري، ددې ډول ټولنو حکومتونه هم د خير ښېګڼي حکومتونه دي، دا ډول حکومتونه ډېر خدمت او لږ حکومت کوي، دوئ د وګړو د چوپړ لپاره ملاتړلې وي.
خلاصي ټولني د وګړو د ژوند کولو لپاره پراخه بنسټونه او غوره اسانتياوي لري، وګړي کولای سي چي د خپل ژوند د پرمختګ لپاره فردي يا ډله ييزي هڅي وکړي او هم د عامه خدماتو لپاره په ازاده توګه فعاليت وکړي، پدې ټولنو کي حکومت او سياست د خلکو تابع وي او د خلکو د افکارو او ارادو پر بنسټ د ټولني سياسي ماشين چليږي.
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۱۰) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۵\ ۱۳۹۳