اکثرو محصلانو ته د تکافل او یسمې معنا یوه ښکاري حال دا چې دواړه له یو بل سره په ډیره لوړه کچه تفاوت او لرې والی لرې،
همدارنګه ویلی شو چې تکافل او بیمه دیوبل مور او پلار دې پداسي حال کې چې دیادو شوو څانګو موخي او هدفونه سره یو، خو په بیلا بیلو لارو خپل هدفونه لاسته راوړي.
بیمه د سانسکریت ژبې له بیم له کلمې څخه اخیستل شوې چې د ډار پ ه معنا ده، په انګلیسي ژبه کې ورته انشورنس (Insurance) وايي،کله چې کس پخپله او یا یې مال له هر راز زیان سره مخامخیږي نو زیانمن ته د دې چارې د خاصو شرکتونو له خوا دټاکلې حق په ورکړي سره رامنځته شوی زیان جبرانیږي.
بیمه هغه تړون دۍ چې له مخې یی دتړون یو لوري دبیمې حق داخیستو په بدل کې دراتلونکو خطرونو پر وړاندي له بل لوري څخه ساتنه کوي.
په بیمې نظام کې د تکافل دنظام په اړوند ډیر تفاوت وجود لرې یو یې هم دوقف فنډ نه شتون دي، پدې معنی چې دپانګې اچوونکې پانګه په مختلفو کاروبارونو کې په مصرف رسولی کیږي هغه چی دشریعت له مخې رواء کړی شويدې په نظر کې نه نیولي کیږي، له پانګې اچونې څخه راغلې ګټه دمالک او دبرخې اخستونکي ترمنځ ویشل کیږي او دزیان په وخت کې مالک شریک نه دي په لنډ ډول ویلي شو چي بیمې نظام په لاندي خصوصیاتو مشتمل دی.
- سودی نظام لری.
- دقمار په یو ډول کښي راځي .
- عقد معاوضه دی.
په تکافل کې دهر څه نه وړاندي او په لومړنې قدم کې برخې اخستونکې څو روپۍ وقف کوي، وقف شوي روپيو څخه یو فنډ قائمیږي چې دوقف فنډ په نام سره یادیږی، دغه وقف فنډ څخه دبیت المال په څیر ګټه ترې پورته کیدلای شي دبیلګي په ډول هغه غړي چې دتکافل غړیتوب یي اخیستی او پانګه اچونه کې تاوان کړي له نوموړي فنډ څخه ورته تر کافې اندازي پورې خیرات او صدقه ورکولی کیږي.
په تکافل نظام کې چې دبیمې نظام متبادل نظام او له بله اړخه په شرعی اصولو اوقواعدو باندي مستقیما ولاړ نظام دی،چې غړي يې په لومړې قدم کې دپانګې اچوني لپاره خاص کړی شوی اکاونټ کې چي دPIAپه نوم سره نومولی شوی پانګه اچونه کوي، یاده پانګه اچونه دشرعی بورډ لخوا په مختلفو رواء کړي شوي شرعی کاروبارونو کې په مصرف رسولۍ کیږي او په پای کې لاس ته راغلې ګټه مستقیما دتکافل غړو ته په بشپړه توګه انتقال مومي، چې نوموړې پانګي اچونی فایده او تاوان دغړی حق دي او دتکافل غړي له دغی پانګي اچوني دګټي څخه یو څه اندازه دوقف فنډ ته دصدقي په ډول ورکوي البته په خپله خوښه چې په راتلونکي کې دده دحادثاتو ترجماني کوي.
په پای کې مو باید هیر نشې چې وکالت کوونکي دپانګې دساتنې او ضمانت فیس مستقیما له تکافل غړو څخه اخلې چې شرعاً رواء ده، او دپیښو درامنځته کیدو په پایله کې به دهغه زیانونه ورپوره کوي.
په لنډ ډول پورتنې ټکې په ډیاګرامتیک شکل څیړو.
په ټوله کې ویلي شو چې دتکافل او بیمې ترمنځ لاندی تفاوتونه وجود لري.
۱.تکافل عقد تبرع (یو څیز چاته ورکړي او د هغه په بدل کي څه نه اخلې )دی، او بيمه عقد معاوضه (چي یو څيز چاته ورکړي او دهغې په بدل کي څه واخلی)دی.
۲.تکافل سودي نظام نلري پدې معنی چي د غړو یې په ګټې کی د شموليت ونډه نلري او په بیمې نظام کی سود شتون لری پدی معنی چی له منافعو یا ګټو څخه یې چی د پانګي اچونکي له پانګې اچونې څخه لاس ته راغلې برابره حصه لري.
۳.په تکافل کی د پانګي اچوني څخه راغلي ګټه دمالک په ملکيت کي نه بلکی فنډ ته ځې او په بیمه کی دپانګي اچوني څخه راغلي ګټه مستقیماً د مالک په ملکیت کی راځي.
۴. په تکافل کی د مخه وینه نشته، د بیلګي په ډول که ته چيری وفات شوی نو موږبه ستا کورنۍ ته ۱۸۰۰۰۰۰ روپۍ ورکړو چی په شریعت کی ناروا ده خو په بیمه کی دمخه وینه شته.
عطاءالله مظلوم
د نړیوال اسلامي پوهنتون داقتصاد دپوهنځی د پنځم سمستر زده کړیال