د موتيف “Motif” کلمه له ډېر پخوا نه په هنر، ادب او همدارنګه علومو او فنونو کې کارېږي. د کارېدنې ساحه يې د ادبي اثارو د جوړښتي او منځپانګيز اړخ د کره کتنې، تحليل او ګټو سره ډېر تړاو لري چې په پښتو ادبياتو کې ورته د (تکرارېدونکى مضمون) اصطلاح کارېدلى ده. ياني هغه مضمون چې په يوه اثر کې بيا بيا په بېلابېلو بڼو تکرارېږي.
په ادبي اثارو، په ځانګړي ډول شاعرۍ کې مضمون جوړونه چې په پښتو او دري ادب کې ورته(مضمون افريني) هم وايي، يو مهم بحث او د شاعرۍ يوه غوره ځانګړتيا ده، په همدې ډول په نړيوالو ادبياتو کې په يوه اثر کې بيا بيا تکرارېدونکى فکر او موضوع ته موتيف کلمه کارېدلې ده.
د استاد اسدالله غضنفر په ځينو مقالو کې داسې راغلي دي: (د مېږتون په غاړه د هوسۍ ارام کول د پښتو شاعري يو جالب مضمون او موتيف دی) يا د حميد بابا په اړه وايي(خو د نوخطو ستاينه يې د شعر تر ټولو مهم موتيف دی.) د وصال په نامه يوه مقاله ليکي(جانان ته د رسېدو او وصال ارزو د شاعري يو اصلي موتيف دی.)، په دې بېلګو کې د موتيف کلمو له راوړلو څخه موخه هلته ياد شوى تکرارېدونکى مضمون دى.
موتيف له دې پرته له نورو علومونو او هنرونو سره هم ژورې اړيکې لري، په انځورګرۍ، سينما، نندارو او نورو برخو کې هم کارېدلې چې تر ټولو مهمه ځانګړتيا يې د يوې موضوع ، فکر او باور تکرارېدنه او له لارې يې د لوستونکي حساسيت پارونه ده.
پر دې سربېره په ادبياتو او ځينو هنرونو او فنونو کې له دې کلمې نه اخيستنې له بېلابېلو زاويو نه شوې دې چې د ټولو په اړه به ځينې څرګندونې او تعبيرونو ددې کلمې له اصلي رېښې او ګڼو ماناوو نه پيل کړو.
د موتيف کلمه په اصل کې د منځنيو پېړيو پرمهال له لايتني(Motivus) فعل او (Movere) نوم نه منځته راغلې چې خوځښت، يوه څنګ ته د حرکت کولو، ټينګار، پارولو او فعاليت ته دې هڅو مانا ورکوي، خو په ننۍ بڼې او مانا سره له فرانسوي ژبې نورو ژبو ته راغلې ده.
د ادبي کره کتنې په اوسنيو کتابونو کې د اثارو څېړنې، په اثارو کې د ليکوال د فکر او فکري تړاو، د اثر د منځپانګې څېړنې، د فورم او منځپانګې د اړيکې موندلو او ددې اړيکې د څرنګوالي څېړنې ته د موتيف کلمه کارول کېږي.
په سبک پېژندنه کې هم موتيف د اثر عمومي فکر او يا په ټوليز ډول په يوه اثر کې د يوه مهم او زيات تکرارېدونکى عنصر نوم دى چې د پام وړ اهميت لري، ددې ترڅنګ په تطبيقي ادبياتو کې د دوو ملتونو يا دوو شاعرانو يا ليکوالو په اثارو کې د يوه مهم تکرارېدونکي عنصر(مضمون) په توګه زړه راښکوونکې موضوع ده.
الماني څېړونکي فرنزيل د موتيف په اړه خپلو ځانګړو مطالعاتو ( د نړيوالو ادبياتو موتيف) کې دا موضوع روښانه کړې. دده اثار له ده وروستنيو ليکوالو ته غوره ماخذونه دي، نوموړى وايي چې موتيف د امريکايي او اروپايي ادبياتو او اثارو د کره کتنې او تجزيې په برخه کې ځانګړي ځاى لري او د هغوى د اثارو او ليکوالو د فکري سير په پېژندنه او پوهه کې يې مرسته کړې ده.
د ادبي اصطلاحاتو په نورو سيندونو کې دې کلمې ته د هغه موقيعت، پېښې، عقيدې، تصوير اوشخصيت نوم ورکړل شوى چې په څو ادبي اثارو کې په توپير سره موندل کېږي. مثلا په ګڼو ادبي اثارو کې چې هم د موضوع او هم د ژانر له اړخه مختلف وي، له ژوند نه شکايت کول او له ژونده ستړيا يو موتيف دى.
په همدې ډول په يوه ادبي اثر مسلط باور ته چې د ادبي اثر هره برخه کې موجود وي او د اثر د اصل او مانا يوه برخه وي، موتيف ويل کېږي، دا مانا شايد يو شخصيت، يو تصوير يا کومه بله تکرار شوې ژبنۍ الګو وي، خو په ټوله کې ويلى شو چې په ادبياتو کې له موتيف نه درې اخيستنې يا تعبيرونه موجود دي.
لومړۍ نظريه داده چې موتيف په ادبي اثر کې د جوړښت له ډول او روايت څخه عبارت دى چې د اثر په بېلابېلو برخو کې څه دول راغلى دى او دروني يا اصلي(معنوي) سکښت يې څه ډول دى؟ بوريس توماشفسکي په دې اند چې د يوه اثر دروني فکر هغه څه دي چې د اثر لفظي توکي بيانوي او سره نږدې کوي يې. يا په بل عبارت ممکن هر اثر د يوه کل په توګه يو واحد مفهوم او فکر ولري او دا هم له امکان نه لرې نه ده چې هره برخه يې بېله مفکوره ولري.
دويم تعبير دادى چې موتيف ځانګړى تکرار شوى عنصر دى چې ګڼ موارد لري، شايد يو څه ، يوه پېښه، يو غږ، يو تصوير، رنګ، ضمني بېښه روحاني حالت(لېونتوب، وېره، غم، خوښي..) وي، عمومي ځانګړتياوې وي، په شخصيت پورې تړلې شيان وي لکه، تکيه کلام، د اغوستلو جامې، روحي وضعيت او نور… دا چې ياد شوي توکي په ادبي اثر کې په موتيف بدلوي، د هغوى پرلپسې تکرار او را څرګندېدل دي.
هره پېښه په يواځې ځان سره موتيف نه ده، خو کله چې تکرارېږي، د مخاطب حساسيت پاروي او لوستونکي ته ښيي چې ددې تکرار تر شا يوه ځانګړې موخه او مانا پرته ده.
دا تکراري عناصر په حقيقت کې هغه پلونه او نښې دي چې ورپسې تګ لوستونکى د متن درک او کشف ته رسوي، ځکه خو دا تعريف موتيف ته يو تکرارېدونکى او مهم عنصر وايي چې په هر متن کې حساسيت پاروي.
په درېيم تعبير يا تعريف کې بيا موتيف پر متن غالبو نظرونو، موضوعاتو او فکرونو ته وايي، هر ادبي متن په خپل معنوي جوړښت کې يو فکر او عقيده لري، چې موخه ورڅخه د متن اصلي او محوري موضوع ده چې موتيف نظم او انسجام ور په برخه کوي، د ادبي اثر د بېلابېلو عناصر ترمنځ د همغږۍ سبب ګرځي.
شايد د اصلي( محوري) موضوع تر څنګ کوم بل فکر او موضوع يا فکرونه او موضوعات هم په متن کې موجوده وي چې ځينې يې له اصلي او محوري موضوع سره مستقيم او ځينې يې غير مستقيم تړاو لري او ځينې وخت شايد هېڅ اړيکه ونه لري.
مهمه خبر داده چې که چېرته همدا فرعي موضوعات په متن کې پر يوه پياوړي يا غالب عنصر بدل شي، نو موتيف ګڼل کېږي، خو هغه څه چې د اثر دا موضوعات پياوړي کوي، د هغو تکرار ياني د مضمون بيا بيا راتګ دى.
په دويم او دريم تعريف کې تر ټولو مهم او ګډ ټکى تکراري والى، د متن اصلي فکر ته د لارښود په توګه نقش لوبول او د ليکوال له ځانګړي ليد لوري خبرتيا ده.
په دويم تعريف کې تر ډېره لفظي تکرار ته اشاره شوې او ددې تعريف له مخې موتيف په لفظ او تصوير کې نغښتل شوى، ځکه خو يې هم په مخاطب کې د حساسيت پارونې ځواک تر نورو تعريفونو زيات دى او هم يې په متن کې تشخيص اسانه وي.
په درېيم تعريف کې بيا موتيف د متن منځپانګې او مفکورو(اصلي او فرعي) پورې تړل شوى چې مخاطب ته به يې درک او کشف يو څه ستونزمن وي.
دا خو د موتيف په اړه په ځينو نړيوالو ادبي سيندونو او ليکنو کې راغلي نظرونه وو، خو مهمه خبره داده چې په ادبي اثارو کې د يوه ځانګړي موتيف لرونکي شاعران او ليکوال خپل لوستونکي په ښه ډول پوهولى او خپلې موخې ته رسېدلي شي.
شاعر او ليکوال که د يوه اثر تر پنځولو وړاندې له ځان سره دا فکر ولري چې د اثرعمومي مضمون يې څه دى، څه ډول بايد د اثر په بېلابېلو برخو کې په کومو بڼو تکرار شي؟ نو خپل مخاطب به يې تر پايه له ځان سره ساتلى وي.
موږ هم په خپله کلاسيکه شاعرۍ او هم معاصره شاعرۍ کې داسې شاعران لرو چې په خپلو اثارو کې خپل ښه او تکرارېدونکى مضمون(موتيف) لري او له دې لارې يې د ځان لپاره يوه پېژندويه نښه رامنځته کړې ده.
د ادبي اثارو د ځانګړي موتيف له لارې نه يواځې چې په اثر د پوهېدو او تحليل چاره اسانه کېږي، د کلاسيکو اثارو پر متن پوهېدو کې له موږ سره مرسته کوي او د هغه مهال له حاکم فکري او ادبي وضعيت او په کې د ادبي اثر د خاوند له موقف مو هم خبرولى شي. ددې ترڅنګ د دوو ليکوالو او دوو اثارو د پرتلنې لپاره هم مواد په لاس راکوي.
له دې پرته ګڼ اثار هم لرو چې په عمومي ډول په يوه موتيف ليکل شوي وې او يو مضمون په کې په بېلابېلو بڼو(اصلي او فرعي) تکرار شوى، خو محوري موضوع يې سره شريکه وي. لوستونکى د موتيف پېژندنې په مرسته د هغوى فکري سير او منځپانګه په اسانۍ درک کولى شي.
موتيف ته مراجعه کول د سبک پېژندنې او د شاعرانو د اثارو د منځپانګيز اړخ د څېړنې او پوهېدنې په برخه کې د څېړونکو کار اسانه کوي. د يوه شاعر د بېلابېلو زمانو په شاعرۍ کې د تکرار شوو خبرو، مفکورو يا فکري تګلوري، عمومي منځپانګې او سبکي تسلسل په برخه کې هم د موتيف پېژندنې له رول سترګې نه شو پټولى.
————————–