دا يو منل شوی حقیقت دی چي له هر قانون څخه د خلګو برداشتونه مختلف وي. د پيغمبر علیه السلام له مرګه وروسته په مسلمانانو کي دا ډول اختلاف شروع شو چي لا روان دی او نور نوي بعدونه يې هم رامنځ ته کېږي.

تر رسول الله وروسته د ده په لاس روزل شوي اصحابو يو له بل سره اختلاف وکړ. لومړی دا اختلاف نظرياتي وو. د يو شمېر مسلو په اړه د سترو اصحابو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وو چي وړو اصحابو او د هغې زمانې موجودو تابعينو راتلونکي نسلونو ته رانقل کړ. کله چي د سترو اصحابو ښه ډېر شمېر مړه شول. په پوځي لیکو کي تر اصحابو او هغو ته تر نژدې کسانو د نورو سيمو خلګو زیاته ونډه واخیسته. نو دې اختلاف يوه نوې بڼه خپله کړه. د عثمان غني تر شهادت وروسته(چي د عراقیانو او مصریانو په لاس شهيد شو) لومړی د علي او عائشې رض ترمنځ جنګ او بیا د علي او امیر معاویه ترمنځ جنګونه د دې اختلاف نتيجې وې.

تاريخ دا ثابته کړې چي د انسانانو ترمنځ واړه اختلافونه د زمانې په تېرېدو لا ستر کېږي او نظرياتي اختلاف اخیر د نفرت، کرکې، يو د بل ترټنې، وژنې او له سيمې پسي اخیستنې سبب کېږي. تر علي او امیر معاویه وروسته څو نوري داسي پيښي رامنځ ته شوې چي دې اختلافاتو ته يې ښه ديني رنګ ور کړ او هغو پيښو پر اور د تیلو اچولو کار وکړ.

د یزيد د واک مهال د پيغمبر علیه السلام د لمسي شهادت او تر دې وروسته د حجاج بن يوسف په لاس د عبد الله بن زبیر شهادت او بیا يې په دار ځړول دوې داسي پيښي وې چي تر ننه يې د اختلاف دا اور تازه ساتلی او د هر يوه پيلویان پر نورو د کفر، شرک، ارتداد، منافقت، بې ديني، غلامي، زنديقيت او داسي نورو ټاپې لګوي.

د اصحابو په وروستي دور کي يو شمېر فکري مکتبونه پيدا شول چي په اصحابو کي به يې د يوه صحابي ملاتړ کاوه. د بخاري د يوه روايت له مخې دې ډول خلګو د علي رضی الله عنه په ملاتړ کي زیات غلو وکړه چي ده ووژل. له ده پرته د ابن مسعود رض لور ته منسوبې ډلې نن هم شته او هغه مهال هم وې. د ابن عباس له نومه په ګټه اخیستنې د تاريخ په اوږدو کي ښه ډېر شمېر کسانو هلي ځلي کړې. د عمر فاروق له کړنو د دفاع لپاره هم ډېر شمېر کسان ولاړ شوي او په دې نوم يې خپلې ګټې خوندي کړې.  له اصحابو د دفاع لپاره نن هم په لکونو انسانان لګيا دي خپله مالونه، قلمونه، انرژي، وختونه او ان سرونه قربانوي.

خو د دې ټولو نتيجه نفرت، کرکه، تعصب، له حقیقته تيښته، يو د بل له پښو غورزول، نورو انسانانو ته د مال، عزت او سر زیان رسول، امن په بې امنۍ بدلول، د ګټو پر ځای تاوانونه رسول، د شته ستونزو د حل پر ځای نوري پيدا کول او… دي.

ښه پوهېږو چي که زاړه اختلافونه دي او که نوي، نن يې له منځه وړل، یو مخیز حل او د ټولو مسلمانانو اتفاق هيڅ امکان نه لري. نه نصوص دا ډول دي چي يو تعبیر او تفسیر يې وشي، نه له الفاظو څخه يو تعبیر امکان لري او نه ټولو مسلمانانو ته د منلو وړ دی. دلته اختلاف یوازي د شیعه او سني نه دی. نه د څلورو مشهورو مذهبونو دی. نه یوازي د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهبیانو ترمنځ اختلاف دی. بلکي اختلاف چي څومره موږ فکر کوو، تر هغه هم ډېر زیات او بعدونه يې پراخ دي. اختلاف هم یوازي د خاصو او ځانګړو مسلو په اړه نه دی. بلکي له عقايدو رانیولې بیا تر قبره، قیامته او ان دوزخ و جنته اختلاف دی.

پر الله د باور په اړه اختلاف دی، د لمانځه په اړه اختلاف دی، د نبیانو د فضيلت، ژوند و مرګ، ډېرښت او کمښت  او… په اړه اختلاف دی، د روژې په اړه اختلاف دی، د حج په اړه اختلاف دی، د زکات په اړه اختلاف دی، د معاملاتو په اړه اختلاف دی، د نکاح په اړه اختلاف دی، د سیاست په اړه اختلاف دی، د حدودو په اړه اختلاف دی، د وراثت په اړه اختلاف دی، د مرګ، قبر، د جنازې لمونځ او حتا په قبر کي د ايښودلو په اړه هم اختلاف دی.

دا اختلاف لا څه کوئ، بلکي په دې کي هم اختلاف دی چي دين او شريعت سره بیل دي که يو شی؟ دا هم د اختلاف ټکي دي چي یوازي قران د دين و شريعت سرچينه ده که حدیث هم؟ حدیث و قران دي که اجماع او د پخوانو فهم هم؟ یوازي دا څلور د دين و شريعت منبع دي که تر دې هم زیات دي، لکه د امت تعامل، استحسان، قیاس او داسي نور.

د پيغمبر د بیا راتګ په اړه هم اختلاف دی. ایا محمد رسول الله وروستی نبي و رسول وو، که نور هم راځي؟ د خدایي صفاتو، پرې د باور او افعالو په اړه دومره ژور اختلاف موجود دی، که يې څوک خلاصه را ټولول غواړي، نو يو کتاب ورته بس نه دی، بلکي څو ټوکه کتاب يوازي همدا يوه موضوع غواړي.

په مسلمانانو کي نن د ډلو شمېر څو سوه نه، بلکي څو زره دی. د اهل حدیث یا وهابیانو په نوم ډله چي ظاهرا يوه ډله مالومېږي مګر په نس کي څو داسي ډلې لری، چي يو بل سره تکفیروي او ان یوه په بل پسي لمنځونه نه کوي، دوستۍ نه سره کوي، یو د بل جنازې ته نه ورځي اوکه پر لار سره مخ شي نو د سلام پر ځای مخونه مخالف لوري ته اړوي او تېرېږي.

نو په دې حال کي که مسلمانان د تکفیر ټاپو ته مخ کړي، بیا يو مسلمان هم مسلمان نه پاتېږي. بلکي د يو نه يوه فکري مکتب له لوري کافر او مشرک دی. د مسلمانانو اوسنۍ تګلاري ته که ځېر شو، نو نن په نړۍ کي هيڅ مسلمان وجود نه لري. ځکه نامسلمان خو له پيله کافران دي. په مسلمانانو کي دننه دوه پر يوه لار نه سره ځي. هره ډله ځان حق ګڼي او بله باطله. د مثال په توګه، یوازي د افغانستان په طالبانو کي څو داسي په اصطلاح مجاهدې ډلې شته چي يو د بل مرګ روا بولي او د هغه مخالف په مرګ ځان ورته غازي ښکاري!؟ که د ټولو مسلمانانو حال تر غور لاندي ونیول شي، نو د حیرانتیا له امله به د انسانانو پر دې حال ژړا در شي.

ټول انسانان دي. هر څه ارزښتونه د انسان لپاره دي. مګر دوئ یو بل سره وژني، تکفیروي يې، د نفرت، کرکې او حقارت وړ يې بولي. په زیان يې خوشالېږي. په مرګ يې اتڼونه کوي. په سرونو يې فټبال کوي. د له منځه وړلو لپاره يې شپه او ورځ پلانونه چمتو کوي. د داسي مفاهيمو لپاره سره وژني چي له لویه سره مبهم دي، خو د دوئ تعبیرونو لا نور هم مبهم کړي، د دين له مخې هغه مفاهيم په دې نه ارزي چي د انسان وينه ورته توی شي، لکن د اسلامي دنیا زیاتره کسان په دې فکر دي چي څه کوو، ښه کوو او همدا موږ پر حق يې نور د ژوند حق نه لري!

هر مسلمان دي له څان سره فکر وکړي. له دې حالته د وتلو يوازي يوه لار ده. زغم او يو له بل سره تعامل. که موږ له ديني نصوصو دا فکر نه شو اخیستای چي نورو وزغمو او تعامل ور سره وکړو. اوسني حالاتو خو مو بايد مجبور کړي چي زغم وکړو.

نور دا ایله کړئ چي څوک کافر دی څوک مسلمان دی؟ کافر و مسلمان په اخرت مالومېږي. خدای موږ ته په دنیا کي دا مسوولیت نه دی را کړی چي کافر او مسلم سره تفکیک کړه، بلکي دلته د ښه ژوند امر راته شوی دی. ښه ژوند هغه مهال امکان لري چي نور په خپل څنګ کي وزغمو. په دنیا کي دا څو ملیارده مسلمانان نه ټول کافران دي، نه والله که د هيچا زړه ته ولوېږي. نو چي مسلمانان دي او ځان ته مسلمان هم وايي، موږ څه حق لرو چي د کفر کټګورۍ ته يې ټیله کوو او د هغه له هر څومره ادعا او اسلامي اعمالو سره يې بیا هم د مسلمان په کټګورۍ کي نه پرېږدو.

 مسلماني او کفر د خلګو خپل کار دی. قران کريم هم وايي چي اسلام او انکار ستاسو د خوښې کار دی. (الکهف) اسلام کي د بیان او نظر ازادي ده. رسول الله یهود په خپل څنګ کي وزغمل. یهودو ته يې د خبیر ځمکې د یوې معاملې له مخې ور کړې. مشرکين يې وزغمل. د حدیبيې په سوله کي يې يو شمېر داسي قبیلې د ځان ملګرې کړې چي لا مسلماني نه وې. د حنين په غزا کي يې صفوان داسي مهال له ځان سره ملګری کړ چي اسلام يې نه وو منلی. د مکې په حرم کي يې زرونه مشرکان له هر ډول شرط پرته ایله کړل. رسول الله په مدينه کي د مسلمانانو د دولتي مشر په توګه د یهودي جنازې ته د احترا م له مخې ولاړېده. د یهودي ناروغ هلک پوښتنې ته ورتلی.

نو چي د اسلام پيغمبر زغم کاوه او خپل هر ډول مخالف يې په څنګ کي زغملای شوای، موږ چي ځانونه د هغه پيروان ګڼو ولي د هغه په سنتو عمل نه کوو؟ ولي يو مسلمان د هغه د خپل اجتهاد پر بنسټ کافر کړو؟ ولي هغه مسووليت ته اوږه ور کړو چي خدای موږ ته نه دی را له غاړې کړی؟ د رسول الله په ملګرو کي څو سوه منافقين موجود ول، مګر رسول الله له څو خاصو کسانو پرته چي يو شمېر اصحابو ته مالوم ول، نو يې چا ته نه دي افشا کړي، چا ته يې مخامخ نه دي ویلي چي ته منافق يې، حتا قران کريم رسول الله ته وايي چي ستا په اصحابو کي په ټولو شته منافقينو ته هم علم نه لرې.(التوبه: ۱۰۱)

نو زموږ اوسنۍ تګلاره نه د الهي قوانينو تابع ده، نه د رسول الله سنت داسي وو او نه اصحابو داسي کړي. له دې امله نو وايم چي راځئ سره وزغمو، يو له بل سره نرمي وکړو، په دنیاوي ژوند کي يو بل ته ګټه ور سوو، د ستونزو پيدا کولو پر ځای د شته ستونزو حل ولټه وو. د بلې دنیا د دوزخي او جنتي کیسې بلې دنیا ته پريږدو. بلکي دا خدايي واک دی چي څوک کافر ګڼي او څوک مسلمان، زموږ مسووليت له لومړي سره نه دی، نو خدایي واک خدای ته وسپارو او په دې بندګي اختیار ځانونه راضي کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *