له نوي یمې لسیزې راپه دې خوا په نړۍ کې د تکنالوژي په ډګر کې خوارا زیات او ناڅاپي پرمختګ راغی چې نړۍ څخه یې یو کوچنۍ کلی جوړ کړ. په دې مانا چې د نړۍ په هر ګوټ کې یې  تقریبا ټول انسانان یو له بل سره ونښلول. په نړیواله سوداګري او تجارت کې یې اسانتیا رامینځ ته کړله. د نړۍ سترې کمپنۍ او شرکتونه یې یو له بل سره د سوداګریزه اړیکو لپاره ونښلولې. د تعلیم او تحصیل ډګر یې هم نړیوال کړ. یو محصل چې په کابل کې اوسیږي او انټرنټ ته لاس رسی ولري، کولای شي چې د نړۍ له هر پوهنتون څخه د انټرنټ په کرښه زده کړې وکړي..

همدارنګه د تکنالوژۍ په راتګ سره ترانسپورت هم نړیوال شو. هېوادونه د الوتکو، ریل ګاډو، بیړیو، او موټرو په واسطه سره ونښلول شول چې دا په خپل وار سره د خلکو په اقتصادي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمتخګ کې رغنده رول لوبولی شي. همدارنګه د طبابت په برخه مو هم نړیواله شوه. علاوه پر دې چې د طب محصل کولای شي چې انټرنیټ له لارې زده کړې او تحقیق او څیړنې وکړي، اوس مهال د ویډیويي انځور له لارې د تکړه ډاکټرانو په رهنمایی او لارښوونه باندې له لیرې واټن څخه طبي عملیات هم کولی شي چې دا په خپله د تکنالوژۍ له برکته ستر خدمت اواسانتیا ده. همدا ډول په نظامي او ځینو نورو برخو کې دتکنالوژي په نوښتونو سره ډیرې اسانتیاوې رامینځ ته شوې دي..

 د دې دومره زیاتو ښېګڼو سره سره بیا هم د دتکنالوژۍ په ډګر د نوښت او ډيرې کارونې له امله د خوندي ژوند په وړاندې ځینې ننګونې هم رامینځ ته کړي دي. یوه ننګونه یې داده چې نړۍ یې د ګرمیدا خواه ته روانه کړې ده . یانې د تکنالوژۍ د ډیرې کارونۍ له امله د تودوخي او د کاربن  د تولید په پایله کې په شمالي قطب کې د یخ سترې ټوټې لا له وړاندې د ویلي کیدو په حالت کې دي. همدارنګه د اوزون په پوښ کې هم ځای ځای غارونه پیدا شوي دي چې د پوستکي په سرطان کې مهم رول لوبوي. همدا ډول د تکنالوژي د ډیرې کارونې له امله د هوا په ککړتیا کې هم مهم رول لري د بیلګې په توګه د چین په ځینو ښارونو کې د هوا د ککړتیا له امله خلک اړ کیږي چې په کوچنیو ډبو او پلاستیکي خلتو کې اکیسجن وپیري او ګټه ترې واخلي.

د همداې ننګونې ترڅنګ بله ننګونه یې داده چې د انټرنټ په راتګ، د کمپیوټرونو په کوچنی کیدا او د ګرځنده تلفونونو په بې ساري پرمختګ سره چې تقریبا د کمپیوټر ټوله دنده اجرا کوي، دهمدې بدلون په پایله کې نوی نسل چې د ۱۹۹۰یمې راپدیخوا زیږیدلي دي، فکر یې له واقعي او رښتیني نړۍ څخه یوې مجازي نړۍ ته لیږدولی دی. ارواپوهان اوس په دې لټه کې دي چې څرنګه ددې ناوړه بدلون سره مبارزه وکړي څو همدې نوي نسل ته چې د تکنالوژي له امله په رامینځ ته شوي مجازي نړۍ کې ډوب دی، د واقعي نړۍ او د مځکې په مخ شته ستونزو او واقیعتونه ته د هغوی فکر را وګرځوو. ارواپوهانو او انسان پیژندونکي انسانان د خوی او عادتونو له مخې په څو برخو ویشلي دي چې یو له هغو یې ؛ میلینلز؛ یا اوسنی نسل چې د شل کلنۍ څخه یې عمر لږ وي، دي.

 ددوی څیړنې څرګندوي چې دا ډله خلک پنځه ویشت کلنو او یا هم د دیرش کلنو خلکو په پرتله لږ مسولیت منونکي او پیژندونکي دي. دوی ډیر وخت د شپې تر ناوخته ویښ پاتې وي څو له نورې نړۍ سره د انټرنټ له لارې په اړیکه کې شي. دا خلک ترډیره هغه خواړه خوري چې روغتیا ته زیان رسوي( لکه چپس، برګر) مضره نوشابه څښي، لباس یې ترنورو ټولو توپیر لري. د خبرو کولو طرز یې لو نورو ډیر توپیر کوي. دوی د انټرنټ له لارې د نړۍ مشهور خلک ګوري او د هغوی د ژوند ډول خپل ژوند ته انتقالوي. د بیلګې په توګه د هالیوډ او بالیوډ د ستورو ژوند د عادي ژوند سره ډیر توپیر لري، دا میلینلز د هغوی څخه متاثره او هڅه کوي د هغوی په ډول واوسي. همدا ډول دوی فکر کوي چې خواړه او د مځکې په مخ اوسیدل باید مجاني او وړیا وي. په نړۍ کې شته ستونزې لکه فقر، غربت، جګړه، مهاجرت په وړاندې هيڅ ډول فردي او ټولنیز مسولیت نه احساسوي.ترهغې چې له کوم عادت او خوی څخه ورته زیان نه وي اوښتی، خپله پریکړه نه بدلوي. د هغوی نوښتونه یوازې په لباس او د نورو په وړاندې په رویه کې وي.

لکه البرټ انشټین چې ویلي ول چې د تکنالوژي په دې کچه ګړندۍ پرمختګ له امله ښايي انسانیت ته ستر زیان واوړي او یو بې مسولیته نسل به رامینځ ته کړي. دادی اوس مهال نړیوال په دې فکر کې او اندیښنه لري چې څنګه و کولای شي چې دا نوی نسل واقعي فکر وکړي او هغوی وهڅوي چې په دې نړۍ کې واقعي ستونزې او ننګونې شته چې انسان یې په وړاندې فردي او ټولنیزه مسولیت لري. که له یوې خوا اړینه ده چې کوچني مو له تکنالوژۍ ته لاس رسی ولري، له بلې خوا دا هم اړینه ده چې انټرنټ په محدوده کچه وکاروي. په دې هیله چې نړیوال  انسان وژونکې وسلې د جوړولو په ځای د انسان او انسانیت ژغورنې په هڅه کې شي.

One thought on “تکنالوژي او نوی نسل/ لاهورخان منګل”
  1. بنی ادم بغیر ددغو تکنالوژی په نوم دوکه ورکونکی شی څخه زرګونو کلونه خه په صحی طور دننی دور انسانانو څخه په دیرو شیانو کی برتره ژوند درلود چی په هغه کی دانسان صحت تر ننی انسانانو خه او پیاوړی وو او خوراکونه یی خه وو او قوت کی هم خه ول اما اوس دغه دتکنالوژی په نوم باندی شیان بنی ادمانو څخه لکه فارمی چرګان جوړ کړو او ددوی اولنی ضرورت چی هغه هوا یعنی دتنفس ضرورت چی هر ساه کښ ته تر تولو اولنی ضرورت دهوا وی چی بغیر ددی هوا څخه یوه دقیقه ژوند هم ګران وی اما ددی تکنالوژی په نوم دوکه ورکونکی شیان تول عالم حیات یی داسی غم کی اخته کړی چی دموتره یی نیولی بیرته تر طیاری پوری اونورو شیانو چی بغیر دانسان وژنی او دانسان ته تکلیف رسولو زخمی کولو بیکاره کولواودطبیعت دتباه کولو بله فایده نده رسولی او نه یی اصلا اقتصاد ته ګته رسولی بلکی نور هم دننی دور تمدن خلک محتاج کړی یوازی یی مشکلاتو سره اشنا کړی چی که تول اهل فکر دی د۱۹۰۰ میلادی تر مخه ددوایانو خوراکونو او نورو داولیی دضرورت شیانو ته فکر وکړی نو تر ننی دیر خه او دا وژونکی وسلی خو لا پریږده چی دتمدن پر نوم جوړیږی میلیون هاوو انسانانو باندی دهمدی وسایلو پر واسطه رنګارنګ سختیانی پابندیانی او سوژونکی بمونو اوتوتی توتی کونکی په تنونو بمونو استعمال دا تول دترقی په نوم دتکنالوژی برکت چی اصلا دا علم انسانی نده او که علم انسانی وای نو باید چی تر دا ۱۹۰۰ میلادی مخکی جوړ وای اما ونشو او پدغه اخر وخت کی چی تول داسمانی دینونو منونکی او حتی ناپوهه ساینسدانان همدا نظر ورکوی چی نور ددنیا عمر کم پاتی ده او دغه وقت کی داتول شیان څنګه دانسان لاس ته په دومره چتکی ورسید حالانکه ددی شیانو بغیر چی کوم دقیامت علامتونه ذکر دی داحادیثو کتابونو کی امکان یی نه وو چی داسی برابر شی چی مثلا یو مثال یی داوچتو بلدنګونو جوړیدل او هغه هم دعربو په ګرمو زمکو کی چی بغیر دبرقه او ایرکندیشن او لفتونو محال وو نو لږ سوچ وکړو او بیا راشو ددجال په باره کی معلومات وکړو چی دی زمکه کی له دیره وخته دجزیری منځ کی بندی وو او دهغه سره دتمیم داری تقریبا ۱۴۰۰ کاله مخکی ملاقاتونه شوی وو او هغه دجال سره تولو ته معلومه خبره ده چی رنګارنګ علوم او قوتونه وو چی ددی امکان هم ردوی نشو چی سل کاله مخکی دهغه سره ملاقاتونه شوی وی او دا کشفیات هغه سره تړلی وی ځکه دا کشفیاتو والا اکثره غړی د illuminati غړی دی او دوی دیو سترګی نخه چی ددجال لویه نخه همدا ده استعمالوی او حتی دیوی دالری نوت شاته همدا علامه هم دمثلث منځ کی استعمالوی نو امید شته چی مسلمانان ددی مضرو شیانو لاس ته ړاوړلو ته زانونه محتاج ونه بولی او دکامل اسلام پیروی خپل کړی دیر سخت ګیر یو ددجالی فتنو کی ترینه زان خلاصول یوازی داسلامی احکامو په عملی کولو کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *