د چهلستون د باغ په څنګ کې سوکه سوکه روان و. د باغ د نوي دېوال سیوری د کم سوري سړک بل سر نه اوښتی و. له څنګه یې تېرېدونکي خلک سیوري ته ورته ښکارېدل. سترګو یې ایله دوه ګامه وړاندې لارې ته کتلای شوې، سر یې ټیټ و. په لاس کې یې امسا لړزېده. واسکټ یې پر کړوپې ملا دومره وزن اچولی و لکه کلونه پخوا چې به ده په بانګۍ ځړېدلي د اوبو ټیمونه غره ته خېژول.

له څنګه یې هر څوک تېرېدل او تر ده مخته کېدل، جګ، ټیټ، مزی، ډنګر، نر، ښځه، هلک، نجلۍ … خو ده ته مهمه نه وه. ده ته دا ټول لکه هغه ماشومان ښکارېدل چې مور ورته ویلي وي: «که د سترګې له ډوبېدو وروسته کور ته راورسېدې، نو ته پوه شه او دا لښته.»

د دېوال جوړه شوې برخه، قیر سړک او هواره لاره خلاصه شوه. کانکریټي سړک برې خوا ته غځېدلی و. بوډا ودرېد. ښي لاس ته یې وکتل. د زاړه دېوال د سمېټو په پلسټر لړلې پخې خښتې او تورې وړې تېږې د مڼو تر ونو لاندې انبار وې. د ونو د ځینو پاڼو څنډې زېړې شوې وې.

مخ په بره روان شو. د غټو خانو جالۍ لاره تنګه کړې وه. تر جالۍ یو – یو نیم ګز ها خوا ته پلن ژور تهداب کېندل شوی و. تر پخواني دېوال دوه چنده سورور.

ستمی یې کېده، لکه تر دې ځایه چې په منډو راغلی وي. ودرېد. ساه یې ژر ژر ایستله. پر امسا یې زور وکړ. ملا یې سیخه کړه. پورته یې وکتل. لا نیمايي لاره د کوتل سر ته پاتې وه. مخ یې د باغ خوا ته واړاوه. داسې یې ښوده چې ګنې هسې د باغ تماشې ته ولاړ دی. لمر د پغمان د غرونو پر څوکو سر لګولی و. وړانګې یې تتې وې لکه د هغه لاټین رڼا چې تېل یې تمام شوي وي. د چهلستون ړنګې ماڼۍ ته اوسپنیزې خوازې تړل شوې وې. ماڼۍ په تنظیمي جګړو کې لوټ او ورانه شوې وه.

ساه یې سمه شوه. روان شو. خلک یې له څنګه د خوشحالۍ د وخت په شان چټک تېرېدل خو دی د غمجن وخت په شان ورو ورو روان و.

له شا څخه چا غږ وکړ: با خبر!

ودرېد. په کراره یې سر واړاوه. له کښته یوه زلمکي لاسي ګاډۍ ټیله کوله. دی څنګ ته شو. هغې جالۍ ته یې تکیه وکړه چې لاره یې له باغه بېلوله.

د زلمکي ډکه کراچي تېره شوه خو څو ګامه وړاندې هغه هم ودرېد. بل زلمکی له پاسه راغی. په هغې اوسپنې یې پړی وتاړه چې د کراچۍ د ټیر له پاسه لګېدلې وه. د پړي سر یې په لاسونو کې تاو کړ. ویې ویل: یا الله، راځه.

بوډا روان شو. څو ګامه وروسته یې ساه ډوبه شوه. د زړه دربا یې زیاته شوه. ودرېد. ورو ورو یې ساه سمه شوه. بیا روان شو. د کوتل سر ته چې ورسېد، بیا ودرېد. شا ته یې وکتل. د ونو پاڼې تورې ښکارېدې. لمر نه ښکارېده خو د پغمان د غرونو سر ته د توربخونو ورېځو له شا کمزورو وړانګو هڅه کوله چې مشرق ته وغځېږي. غرونه هم تور اوښتي وو. څو شېبې ودرېد. تیاره خوره شوه. د واسکټ جېب یې په لاس وتپاوه. بیا یې لاس ورننه ایست. لاسي څراغ یې راوایست. ویې لګاوه. څراغ یې تته رڼا وکړه خو بېرته په کراره مړ شو. بټرۍ ختمې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *