شناخته یې ترتخرګ لاندې نیولې وه. منډې یې وهلې. کور نه و، هدیره وه. په قبرونو کې خلک بربنډ پراته و. داسې بربنډ و لکه له روغتونه یې چې د خپلې میرمن مړی له یخچاله تسلیماوه، پر ټولو مړیو پلاستیک تاو و. ځان ته یې وکتل، کمیس یې په تن و خو لوڅ ښکاریده. منډې یې کړې، تیز شو شناخته ترې ولویده، شناخته په هوا شوه. چیغه یې کړه، راویښ شو.

 په کوته کې یوازې و، خولې یې کړې وې. څراغ یې ولګاوه. د میرمنې د ګور د شناختې لپاره یې پر کاغذ جوړې شوې لیکنې ته د میز پر سر وکتل. طرحه لویه ورته ښکاره شوه.

دا جمله یې ړنګه کړه، زما له زړه نه یې تللې. بیا یې دا جمله پاکه کړه، جنت دې ځای شه. پاڼه یې څنګ ته کیښوده، سر یې پر بالښت ولګاوه. په یوه او بل اړخ واوښت. کښناست پاڼه یې ورواخیسته. چټله ورته معلومه شوه. په بل مخ یې واړوله.

چت ته یې سترګې ونیولې چې د خوب څراغ ته تک سپین ښکاریده. پاڼې ته ځیر شو، سره غونجه یې کړه، د دروازې لورته یې وارتوله. لاحول یې کړل، ورټوپ یې کړل، کاغذ یې ښکل کړ، کلیمه یې پرې لیکلې وه. پر کاغذ یې لاس تیر کړ ورو یې د میز پر سر کیښود. دباندې یې وکتل لا هم تیاره وه.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *