په یوه زړه کوټه کي لسګونه کسان را غونډ دي. زاړه ، ځوانان، د پاخه عمر لرونکي او حتی ماشومان .

دلته راغلی هر کس د ژوند بېلابیلي ترخې خوږې لیدلي خو اوس یې هر څه شاته کړي دي ځکه دلته دوی ځان په امن کي احساسوي له کوره یې هم زړه بېغمه دی، زیات شور او ږغونه هم دلته نه را رسیږي، که راځي هم، نو د دوی په ږغونو او چغو کي خُنثاکیږي.

لاندي پر مځکه دوه کرکان ( مړزان) جنګیږي، پورته دوو ګروپانو کوټه ورته لږ رڼا کړې ده. کوټه کي را غونډ کسان ټول په خورا دقت مځکي ته ځیردي، د کرکانو جنګ ته ګوري، دوی دا ګوري چي کوم یوبه یې ګټي. که دوی پورته و ګوري نو د دوو کرکانو پر ځای به دوه روښانه ګروپان وویني چي په رڼا کي یې دوي یو د بل مخونه ویني، یو بل پېژني، هر کس د همدې ګروپانو په رڼا کي د خپل ناستي ځای موندلی او دوی د همدې رڼا په مرسته خپل او پردي کرکان پېژني.

په دې وخت کي د کرکانو تر منځ سخت جنګ روان دی،هر لوری چغي وهي چي د هغه کرک بریالی سي، جنګ به پای ته ورسیږي یوکرک به مات سي خاوند به یې په مات زړه ورواخلي او د هغه بل به ټول ستاینه کوي. بیا به نور دوه جنګیږي، بیا نور او بیا به نور، خو ګروپان به همداسي رڼا کوي د همدې ګروپانو رڼاته به یو لوری د بل نه تر لاس سوي روپۍ و شمېري. خو بیا به هم دوی کښته ګوري.

کاش چي دوی یو ځل لوړ و ګوري کوټه تر نظر تېره کړي، چا جوړه کړې، څه وخت یې جوړه کړې او څنګه یې جوړه کړې ده؟

دا بريښنا دلته چا راکش کړې ده ، دا ګروپان د چا په مرسته دلته روښانه دي؟ کاشکي د جنګیالي کرک پر ځای د هغه دوو ګروپانو ستاینه وکړي چي که مړه سي دوی به ټول ورسره ړانده سي. ددې ځای څخه دوتلو لار به هم په ستونزه پیدا کړي. خپل او د بل کرک پېژندل به ناممکن وي، دوست او دښمن به ورنه ورک وي له سهار را هیسي چي يې څومره پیسې ګټلي ، داسي لاسونو به یې له جیبه ورنه و باسي چي هیڅ به یې ونسي پېژندلای.

څوک سته! چي ورته ووايي د باندي راووځي دلته ورځ ده شپه نده، لمر دی تیاره نده ، یو ځل شنه اسمان ته و ګوری، په هوا کي تلونکو هیلیو او په سمندر کي رواني کښتۍ ته ځیر سئ، دا لوړ غرونه اوهسک مناورنه و ګورئ، لاري و ګورئ پر هغوي تګ وکړي نوي او جالب څه به و ګوري د الله تعالي نړۍ خورا لویه، رنګینه او نه پایدونکې ده.

کاشکی دوی خپل نظر تر پښو لاندي دایرې څخه او ددې تیارې کوټې څخه دې لوی جهان ته را ستون کړي، خو دوی زندانیان دي، داسي زندانیان چي رواج زنداني کړي دي، عادت زنداني کړي، دوی تیارې زنداني کړي، الفت صاحب لسګونه کلونه وړاندي پر موږ چغي وهلې: ((پریږدئ دا بې ګنا زنداني پريږئ،دده په ازادولو کي هیڅ ګنا، هیڅ بېره او تاوان نسته))

که لږ ځير سو موږ هم خپل فکرونه د ذهن په توره کوټه کي را ایسار کړي او یوازي د سترګو له لارو ورغلې تیته رڼا کي د کرکانو غوندي کوچینو مسایلو او ستونزو ته ځير دي، زموږ فکرونه سترګو ته ندي ځير او په دې هم نه پوهیږي چي دا لږ رڼا له کومه راځي. موږ خپل ذهنونه ندي پرې ایښي چي د باندي نړۍ و ګوري.

راسي نن خپلو فکرونو ته ازادي ورکړو څو پرواز وکړي لکه وریځ پر ملکونو خواره سي، لکه هوسۍ بیابانونه طی کړي، لکه د شاتو مچۍ له ګلونو شات را ټول کړي او له زړونو دمیني ذکات را ټول کړي. دوی به د ذهن تیاره خونه د علم او عرفان په نور رڼا رڼا کړي.

راسئ دا خپل بې ګنا زنداني فکرونه ازاد کړو او خپل ځان د تیارو، رواج او عادت له زولنو را خوشي کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *