تاند- د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ د تکړه لوبغاړي حضرت الله ځاځي په اړه په یوه مفصله تبصره کې د نوموړي له قوله کښلي«هر وخت زه هڅه کوم چې لومړنی توپ له پولو (بانډري) واړوم.
ورځپاڼه وايي حضرت الله ځاځي، چې د افغانستان کریس ګېل ګڼل کېږي، په خندا وویل«که سم توپ راته برابر شي نو له لاسه یې نه ورکوم- په دې پسې نه ګرځم چې دا وروستی توپ دی که لومړی. حتی که د توپ په اسانه ویشتل راته برابر هم نه وي.»
دی وايي«ما هیڅکله د ۶ شپږیزو فکر نه و کړی، خو ناببره ذهن ته راغلل چې راځه په یو وار د شپږو شپږیزو هڅه وکړه او ریکارډ جوړ کړه. نو کله چې مې په غوره لیګ کې په ۶ توپونو ۶ شپږیزې ووهلې، باور مې وشو چې په یوه اوور کې ۶ شپږیزې وهلی شم.»
ټیلګراف ورځپاڼه لیکي، د سږ کال په فبرورۍ کې ځاځي په هند کې د آیرلنډ په وړاندې په ۲۰ اوره سیالۍ کې ۱۶ شپږیزې ووهلې او په ۶۲ توپونو یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې چې دا په نړیوال کرکټ کې بې سارې منډې وې.
دی وايي چې دا ورته مهمه نه ده چې لوبه شل اوره ده که یو ورځینۍ په همدې ډول لوبه کوي.
دی وايي چې په همدې ډول به خپلې لوبې ته په طبیعي ډول دوام ورکړي.
ځاځي د کرکټ په معیاري میدانونو او معیاري توپ لوبه نه ده زده کړې. ده تر ۱۵ کلنۍ پورې د کرکټ په اصلي توپ لوبه نه وه کړې.