تاند، جمعه، د ثور ۵مه: د طالبانو له شکنجه خونو څخه د افغان- امریکايي پوهنتون خوشې شوي استاد تیموتي ویکس ویلي، ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي خو په دې برخه کې تر ټولو لوی خنډ بې باورۍ رامنځته کړی دی.
نوموړی وايي، له هر افغان سره ې غږېدلی سوله غواړي خو اعتماد نشته او دا باور په مذاکراتو کې جوړېدلی شي.
اسټرالیايي تیموتي ویکس چې اوس یې اسلام منلی او زیاتره مهال د طالبانو په پلوۍ خبرې کوي، ویلي یې دي چې له ګڼو طالبانو سره اړیکه لري او په وینا یې تر څو چې مذاکرات پيلېږي، تر هغه وخته به جګړه او وژنې روانې وي چې زیات زور به یې ملکیانو ته رسېږي.
نوموړی وايي، دی په ټویټر کې پښتو ټویټونه ځکه کوي چې له افغانانو سره یې سرو کار زیات دی او اوس هم ورسره په کور کې یو کس شته چې پښتو ټویټونه ورته لیکي: (( ماته طالبان ټویټونه نه لیکي، دلته استرالیا کې ګڼ افغانان دي، همدا اوس هم په کور کې یو افغان راسره شته چې خبره ورته کوم او هغه یې په پښتو کې لیکي.))
نوموړي د امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، هغه طالبان چې دی ورسره اړیکه لري یا د قطر دفتر غړي دي یا هم په ټویټر کې ورسره ملګري، خو هغه طالبان چې دی یې بندي ساتلی و، عمرونه یې اتلس کلنۍ اوو ۱۹ کلنۍ کې وو: (( زه چې زنداني وم، له دېرش ځلونو څخه زیات له یوې سیمې بلې ته وړل شوی یم.))
هغه وايي، د دواړو لوریو طرفدار دی، غني او عبدالله هم سوله غواړي او د نیک نیت لاس غځوي او طالبان هم دا خبره کوي، خو دا چې دا پروسه مخته ولې نه ځي، د ویکس په وینا په دې اړه څېړنه پکار ده.
تیموتي ویکس وايي، په افغانستان مئین شوی دی او که مؤقع یې ترلاسه کړه همدا سبا هم بیرته افغانستان ته ګرځي.
تیموتي ویکس او امریکايي کیفن کینګ د ۲۰۱۶ کال په اګست کې له کابل څخه وتښتول شول او تېر کال د انس حقاني او څو نورو طالبانو په بدل کې د طالبانو له بنده راخوشې شو.