تاند، جمعه د اسد ۲۵مه: د بامیانو ولایتي چارواکي وايي، په وروستۍ یوه اوونۍ کې د اختر د مېلو لپاره سل زره سیلانیان د بند امیر ملي پارک ته ورغلي دي.

د بامیانو والي طاهر ظهېر وايي، دا وار لوی اختر کې بامیانو ته د ۱۰۰ زره سیلانیانو ورتګ بې ساری و او دا شمېرې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي: (( موږ اړتیا وینو چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د میلمه پالنې لپاره دغلته لا زیات تدابیر ونیول شي او په پانګه والو مې غږ دی چې دلته د سیلانیانو پر صنعت پانګونه وکړي.))

بامیان په هېواد کې یوازنی ارام ولایت دی چې له تاریخي پلوه هم ډېر زیات تاریخي ځایونه لري او سیلانیان ډېر ورته راځي.

بامیان سردسېر ولایت دی، ځکه نو د دوبي موسم دغه ولایت کې د سیلانيانو لپاره زرین موسم بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *