د تېاره کوټې له ړنګې کړکۍ یې بهر وکتل، څه نه ښکارېدل. سترګو څار نه کاوه، لا دوړې وې سړی ټوخي واخیست. خاورې او دوړې یې ستونې ته ننوتې، خولې ته یې لاس ونېو. هڅه یې وکړه چې نږدې ځایونه وویني خو دوړو شاوخوا نېولې وه، سړی کلک کلک و ټوخېد، شا ته ولاړ د کوټې په کنج کې ودرېد تر پښو لاندې یې د خښتو او سېمټو وړې ټوټې وښوېدې، خو ځان یې ټنګ کړ، ګوته یې د ټوپک په ماشه وه، سړي ټوپک ته وکتل. سا یې واخیسته خو بیا یې دوړې ستونې ته د ننه شوې. تر سر د تاو کړي څادر پېڅکه یې په خوله کې ونېوله، ټوپک يې په لاسونو کې کلک ونېو. له ځان سره یې وویل:

  • دا څه جنجال شو، لکه چې د ژوند وروستۍ شېبې مې دي، ساه مې بنده بنده کېږي.

د تېښتې هڅه یې وکړه، خو د مرمیو غږونه لوړ و، په نږدې دېوالونو د مرمیو وار نه و، په دېواله کې دمرمیو لګېدل یې احساسول. بېرته یې دېواله ته تکیه وکړه.

  • دا مې څه بد وکړل، په سخت ځای کې را ګير یم تښوی هم نه شم، اوس به کوم یو راشي بسته جاغور(شاجور) به مې په سینه را خالي کړي.

مخامخ دېوال یې په سوک وواهه و ټوخېد.

  • لېونیه له ځان سره ګډه یې. څنګه به مې مرمۍ په سینه را خالي کړي؟ها څنګه؟ زه هم ویده نه یم.  څه خالي لاس خو نه یم ولاړ او بیا اصل کمین خو ما نېولی څنګه موقیعت مې دی چې حرکت وکړي سوری سوری به یې کړم.

د باروتو بوی یې ټوخی ډېر کړ، د درنې چاودنې غږ شو، ټوله کوټه یې و ښوروله، د انوارۍ له سره ټول کتابونه را ولوېدل، ښېښه يي لوښې را ولوېدل، سړي کوښښ وکړ چې هغه وویني خو تیاره وه، مات شوې به وو، د ډزو غږونه لا ډېر شول، د باروتو بوی پورته شو، شاوخوا دوړه ډېره شوه سړی په کنج کې ځای پر ځای کښېناست، ټوپک یې د پښو په منځ کې ودرواه مېل یې پورته و، دواړه لاس یې مخ ته نېولي و، و ډار شو.

  • مړ شوې، مړ شوې، په خدای وروستۍ شپه دې ده، اوس به له لرې دا کوټه هم په راکټ وولي. په خدای کې دې څوک ټوټه پیدا کړي، توبه توبه د د سړي زامن دي؟ وار نه راکوي چې سر وباسم، ډزه ډزه، ډزه ډزه.

ډزې شېبه په شېبه ډېرېدلي، سړي ځان په کنج کې ټینګ نېولی و، د ټوپک جاغور یې را وکېښ ګوته یې پرې تېره کړه، ډک ورښکاره شو، پر سر تړلی دسمال یې سم کړ، زړه یې وکړ چې له کوټې ووزي خو په سترګو یې لیدل چې مرمۍ لیکه لیکه راځي او په دېواله ننوزي. سړی ودرید په دېواله یې شا تکیه کړې وه. له کړکۍ اېخوا تللو د لاس په تپولو یې ور پيدا کړ، ور یې لا نه و خلاص کړی چې درېیمې چاودنې پړ مخې وغورځاوه، غوږونه یې درانه شول، هر څه چوپ ورته ښکاره شول، شېبه پړمخې پروت و،. غوږونه یې خلاص شول، د ډزو غږونه نور هم لوړ شول. ځان یې وښوراوه، را پورته شو ژر ژر یې په سر او مخ لاس تېر کړ.

  • نه نه شکر نه یم وينې شوی، جوړ یم. جوړ یم. شکر جوړ یم.

شېبه وروسته پورته سپینه رڼا پورته شوه، ډزې ودرېدې، کوټه سپینې رڼا ونېوه، تر شا یې وکتل سترګې یې و برېښېدې، څنګل یې سترګو ته ونېوه، ښايي وډار شو ژر یې څنګل له سترګو لرې کړه، پر ټوپک یې ورترپ کړل، ګوته یې رېږدېدي ځان دروند ورته ښکارېده، په غوږو کې یې لا هم بنګ بنګ غږ تېرېده. خو بیا یې سترګې و برېښېدې بېرته یې ځان کونج ته ورساوه، انوارۍ ته یې وکتل، سورۍ سورۍ وه، تر انوارۍ لاندې د لوښو ټوټې پرتې وې، ګڼ کتابونه یو پر بل پراته و، خو لا هم کوټه له ګردونو پټه وه سړی پوه نه شو چې کتابونه به څه وي.

په زړه کې یې را تېره کړه چې پورته یې کړي خو بیا یې وویل:

  • همدا د انګریزي کتابونه به وي نو په پورته کولو نه ارزي، کوم پنچ کتاب خو به نه وي پکې. احمقان، لېونی یم هلته مې د مرګ شېبه ده هلته کوم چورتونه وهم.

د پښو غږ راغی، ډز شو، بله رڼا پورته شوه، سړي له کړکۍ وکتل په دوړو کې یو سیوری روان دی، خولی یې پر سر ده.

سړي له ځان سره بونګېدا پيل کړه:

  • عسکر دی؟ هو هو عسکر دی، له خولۍ ښکاري، مړ شوې مړ شوې کلیمه تېره کړه، نه خو دومره آسانه باید و نه وژل شم، نه نه وژنم یې اوس به مور ورباندې بوره کړم.

سړي اوږده سا واخیسته سر یې شاته کوږ کړ، پر دېواله یې تکیه کړ. پورته چت ته یې وتل، بېرته یې سر ټيټ کړ، رڼا ټوله کوټه نېولې وه، سر یې راپورته کړ پر مخامخ دېوال الله اکبر لیکلي و، ټوپک یې وځړاوه. بېرته یې عسکر ته وکتل، سیوری یې را راون دی. ځان يې تیار کړ.

  • نو ما کله تر اوسه څوک وژلي، زه مېږی هم نشم وژلی، هسې تېروتم، چې دا ځل مې ټوپک په لاس کې واخیست، خو زړه مې ډک و، زړه مې ډک و، نه نه زه څوک نه وژنم، زه څوک نشم وژلی.

ټوپک یې له لاسه خوشی کړ، پر ځمکه ولوید، د ډزو غږونه نور هم ټيټ شول، عسکر چټک شو، رامنډه یې کړه، سړي چې سیوری ولید بیا یې په ټوپک ور ترپ کړل، لاس یې ماشې ته کړ.

  • نه نه خو وژني مې باید ځان وساتم، باید ځان وساتم، اوس اوس به وینې چې په سینه مې جاغور خالي کړي، زه خو باید یو څه وکړم وېشتلی یې شم، وېشتلی یې شم.

سړی ورخطا شو، ګوته یې پر ماشه ټینګه شوه، خو ډز و نه شو، حیران شو، عسکر را نږدې شو، غوښتل یې له کړکۍ را ننوزي، سړي ټوپک و غورځاوه، ديواله ته یې ځان ټینګ کړ، له ځان سره یې وویل:

  • تر مرۍ یې نیسم، هو هو تر مرۍ یې نیسم.

 عسکر د ننه شو، سړي ور ترپ کړل، له ستوني یې ټینګ و نېو، تر پښو لاندې یې د خښتو او سیمټو ټوټې و ښوېدې دواړه چپه شول، عسکر یې تر مرۍ نېولی و، ډز شو، بله رڼا پورته شوه، عسکر پورته و کتل، ځوان هلک یې پر سینه ګونډې وهلې وې، تر ستوني یې کلک نېولی و، پر سپین مې یې نوې ږېره راغلې وه، زور یې وواهه خو دروند و، ډبرې ته یې لاس کړ خو هلک یې پر لاس پښه ور کېښوده.

  • وژنم دې وژنم دې.

عسکر کوښښ وکړ چې په لټ واوړي خو زور يې و نه رسېد، په کش او ګېر کې تر کتابونو و رسېدل، د سړي په سینه کې خړپهار شو، ټوخي واخیست ساه یې بنده شوه.

  • مړ دې کړم مړ دې کړم.

سړي یو دم لاسونه لرې کړل، چېغه یې کړه:

  • نه نه زه څوک نشم وژلی، زه څوک نشم وژلی

خو وهم واخیست پر ټوپک یې ور ترپ کړل، عسکر ته یې په لوړ غږ وویل:

  • و نه ښورې که نه ولم دې

عسکر ټکان نه خوړ هلک ولاړ و، د عسکر ساه بنده بنده کېدله دواړه لاس یې مرۍ ته نېولي و، ټوخي اخیستی و، خو سړي بر سېره ټوپک کلک نېولی و.

عسکر کلیمه ویله، سړي غوږ ونېو، ورخطا شو، ټوپک یې وغورځاوه:

  • را نه مړ کېږي، مړ کېږي دا مې څه وکړل، کلیمه وايي کلیمه وايي.

د عسکر سر یې راپورته کړ، خپل زنګون یې ورلاندې کړ، سړي د پښو غږ واورېد، شا ته یې وکتل بل عسکر ورخطا را ننوت د ګولۍ ډز شو، سبا چې سړي سترګې خلاصې کړې، عسکر هم په مخامخ کټ بېستر و.

عسکر سترګې غړولې، سړي ته یې وویل:

  • ښه یې؟

سړي د سترګو په اشاره د هو ځواب ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *