تاند، شنبه د چنګاښ ۲۹مه: ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې له تېرو لسو کلونو راهیسې جګړو او د تاوتریخوالي پېښو کې ۹۳ زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ملګرو ملتونو په دې تړاو خپل راپور کې ویلي، نږدې ۳۳ زره ملکیان تېرو لسو کلونو کې وژل شوي او له ۶۰ زرو زیات نور ټپيان شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو له ارقامو سره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ارقام بیا توپیر لري.
د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ارقام وايي، تېره یوه لسیزه کې ۷۵ زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دغه راز وايي، د سولې له خبرو سره هم مهاله پېښو کې د ملکیانو تلفات په حیرانوونکي ډول مخ په بره روان دي.
د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون اجرائیوي رئيس سید موسی محمودي وايي: (( ملکي تلفات دواړو لوریو ته زیات شوي، خو که ځیر شو د جګړې شرایط بیخي بدل شوي دي، تاسې وګورئ په ښارونو کې لوی بریدونه پراخ ملکي تلفات اړوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ملکي تلفاتو زیاته او لویه برخه مسوولیت د ترهګرو پر غاړه اچول شوي، خو په دې برخه کې حکومت هم خپله پړه منلې او ویلي یې دي تازه یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ګډه امنیتي کمېټه جوړه کړې او د ملي امنیت شورا کې یې هم یو ځانګړی معاونیت د ملکیانو د خوندیتوب لپاره رامنځته کړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، وروستیو کې حکومت داسې تګلاره پام کې نیولې چې هیڅ هغه ځای باندې له دې کبله برید نه کوي چې یو ملکي هم هلته موجود وي: (( موږ ځای مشخص کوو، استخباراتي معلومات دقیق کوو، خو که پوی شو ملکیان هم دغه ځای کې شته، عملیات نه کوو.))
د جولای د اوومې او اتمې د دوحې ناستې په ترڅ کې که څه هم ښکیلو لوریو نه د ملکي تلفاتو د راکمولو غوښتنه وشوه، مګر د کابل، غزني، بادغیس، کندهار او پرون د کابل پوهنتون برید کې ولیدل شول چې د طالبانو لخوا زیات تلفات ملکیانو ته واړول شول.
دغه راز پر حکومت هم د بمباریو او شپنیو عملیاتو له کبله وروستیو کې د ملکي تلفاتو تورونه لګول شوي دي.