تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت وايي، وروستیو بارانونو او سېلابونو په یوه میاشت کې ۵۶ افغانان مړه کړي دي.
د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي تاند ته وویل، په تېره حمل میاشت کې ۵۶ افغانان له سیلابونو مړه شوي خو ۳۱ نور ژوبل شوي دي.
نوموړی وايي، همدا تازه نن دوشنبه سهار هم په کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې د یو چت د راغورځېدو پېښه کې ۴ ماشومان وژل شوي دی.
د ښاغلي عظیمي په خبره د فراه پرچمن ولسوالۍ کې هم سیلاب، غر ښویدنې او زلزلې ۴ پلچکونه او ۲۰۰ جریبه ځمکه تخریب کړې ده: (( د کال له پيله بارانونو په ۲۸ ولایتونو کې پنځه نیم زره کورنۍ زیانمنې کړې دي، له دې جملې ۵۹۸ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ۳۰۸۷ کورونه په جزوي ډول تخریب شوي دي.))
د ښاغلي عظیمي په خبره د تېرې میاشتې بارانونو ۲۴۶ کېلو متره سړک، د جوماتونو ۳۸ محرابونه او ۶ زر جریبه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.
احمد تمیم زیاته کړه، وزارت یې تر دې دمه له دوه زره کورنیو سره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، سږ کال به بارانونه زیات وي چې اوه میلیونه وګړي یې تر ګواښ لاندې دي، خو وزارت یې زیانمنو کورنیو ته یو میلیارد او ۶۱۵ میلیونه افغانۍ بودیجه په پام کې نیولې.