تاند- په پلازمېنه کابل کې پر ملکي وګړو پر له پسې بریدونه په داسې حال کې کېږي چې تازه د افغانانو لپاره یوه خونړۍ میاشت تېره شوې ده.
په مې میاشت کې په افغانستان کې د مرګ ژوبلو شمېر د ورتېرې (جون) میاشتې په پرتله په سلو کې ۳۷ لوړ و.
د شمېرنو له مخې، تېره میاشت په افغانستان کې ۱۳۱۷ تنه وژل شوي او ۹۹۵ نور ژوبل شوي دي چې د ورتېرې میاشتې په پرتله د وژل شویو کسانو شمېر په سلو کې ۳۷ او د ټپیانو په سلو کې ۲۴ زیات دی.
دا مرګ ژوبلې په ۲۱۰ حملو کې شوي چې د ۶۰ بریدونو مسوولیت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، یو د پاکستاني پوځ او نور د دولت د وسله والو مخالفانو بلل شوی دی.
د پاکستان پوځ تېره میاشت د خوست ولایت پر سپېره ولسوالۍ راکټي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۴ ملکیان شهیدان او ۸ ژوبل شول او ګڼې کورنۍ مجبوره شوې چې له خپلو مېنو ولېږدي.
تېره میاشت تر ټولو ډېرې انتحاري او نورې حملې په ننګرهار کې شوي دي. په دغه ولایت کې ۲۳، په هلمند کې ۱۹، په غزني کې ۱۵، په کندهار کې ۱۲، په کابل کې ۱۱، او په نورو ولایتونو کې ۱۱۶ حملې شوي دي.
په بامیان او پنجشېر کې د نورو میاشتو په شان هیڅ حمله نه ده شوې او دا ځل په نیمروز او نورستان کې هم د حملې راپور نه دی ورکړل شوی.
د ملکي وګړو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله (CPIJ) په جون میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲۹ تنه ښيي. د دې ډلې په وینا د روژې په میاشت کې ۱۸۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.
له بلې خوا افغان امنیتي چارواکي وايي چې د روژې په میاشت کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ۱۹۳ ملکیان او ۲۰۱ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډلې او په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړې او له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د ملکیانو ژوند له خطره وژغوري.
خو عملاً ښکېلو خواوو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره اقدام نه دی کړی او لا هم پر ملکیانو بریدونو ته دوام ورکوي.
د روان جون، چې نن یې درېمه ده، په کابل کې هره ورځ بمي بریدونه شوي دي.