تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د کابل پولیسو په دغه ښار کې له یوې میاشتې راهیسې ۷۵ تنه د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه تاند ته وايي، د کابل په شاوخوا سیمو کې نیول شویو دغو تورنو کسانو سره ۵۶ کېلو ګرامه هیروئین هم نیول شوي دي.

نوموړی وايي، پولیسو په دغه موده کې له ټول کابل ښار څخه شاوخوا ۴۰۰ معتادان هم راټول کړي او روغتیايي مرکزونو کې يې بستر کړي دي.

نوموړی وايي، پولیس به د مخدره توکو له پلورونکو سره نرمي ونه کړي او د کابل په هر ځای کې چې وي وبه نیول شي: (( زموږ مبارزه جدي ده، په تېره یوه میاشت کې د مهمو پولیس چارواکو په ګډون ۷۵ کسان د مخدره توکو د ویش، پلور او قاچاق په جرم نیول شوي دي چې ځینو ته یې له شپږو کلونو تر ۱۷ کلونو پورې سزا هم اورول شوې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د کابل پولیسو ته درې میاشتې وخت ورکړ تر څو په کابل کې د مخدره توکو د قاچاقبرو او مجرمینو جرړې وباسي ګني نورو ولایتونو ته به یې تبدیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *