تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: د افغانستان د ريل خپلواکه اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هیواد ته ۶۷۸۴ ټنه غذايي توکي، غنم، اوړه او غوړي راوارد شوي دي.
د رېل خپلواکې ادارې لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، دا واردات افغانستان ته د اورګاډو له لارېپه حیرتان، اقینه او تورغونډۍ بندر باندې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۴ واګونه سوداګریز مالونه افغانستان ته راغلي چې ۱۰۶ واګونه یې ۶۷۸۴ ټنه غذايي مواد دي.
د خبرپاڼې له مخې نن به هم سلګونه واګونونه سوداګریز توکي په حیرتان، اقینه او تورغونډۍ بندر افغانستان ته راواوړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کورونا له کبله د توکو د قحطۍ وېره پيدا شوې خو افغان ولسمشر خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دې اړه دې تشویش نه کوي.