تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، د وسلو د جواز اخیستلو پروسه کې یې اسانتیا راوستې او اوس یې دا پروسه د ۷ میاشتو پر ځای لږ تر لږه یوه اوونۍ وخت نیسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وايي، دا کار د بډو اخیستلو د مخنیوي لپاره کوي او په دې ورځو کې یې د وسلو د جواز اخیستنې زیات غوښتنلیکونه هم ترلاسه کړي دي.
نوموړی وايي، په تېرو دوه میاشتو کې ۲۶۶۷ کسانو د وسلې جواز او ۱۶۳ کسانو د زرهي موټرو د جواز لپاره ورته مراجعه کړې ده: (( پخوا به د جواز اخیستلو پروسې ۷ میاشتې وخت نیولو چې یو کس به ۳۶ پړاوه وهل، خو اوس به شپږو مرحلو کې د وسلې جواز ترلاسه کوي.))
د ښاغلي رحیمي په خبره په تېرو ۲۰ ورځو کې چې دا طرحه پلې شوې ده تر دې دمه ۲۰۷ کسانو د وسلې جواز اخیستی دی: (( په کار کې مو هیڅ ځنډ نه دی راغلی، هغه کارمندان چې د وسلې ګرځولو جواز ورکوي، د کامرو تر څار لاندې دي.))
بلخوا د چارو شنونکي وايي، د وسلو د جواز پروسه باید په ډیر دقت ترسره شي ځکه افغانستان په جګړه کې ښکیل هیواد دی او لا په کې مدني او سیاسي شعور وده نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د وسلو د جواز پروسه پنځه کاله وړاندې د ملي یووالي حکومت له پيل سره سم ودرول شوه او په ۱۳۹۶ کال کې ورته نوی طرز العمل جوړ شو.