تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: د بشري حقونو د دفاع او خوندیتوب ډله وايي، تېرو شپاړسو ورځو کې ۲۰۰ ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴۰ نور ټپیان دي.
د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل وايي، دا تلفات په بمي بریدونو، وسله والو نښتو او هوايي بمباریو کې ملکیانو ته اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هم وویل، تېرو ۴ میاشتو کې ۲۵۰۰ ملکیان په نښتو کې مړه او ټپیان شوي دي چې زیاته کچه تلفات یعني ۶۶ سلنه یې طالبانو اړولي او ۱۷ سلنه یې نامعلوم لوري دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو له پیښو سره سم د افغانستان امنیت شورا بیړنۍ ناسته کړې او له خپله اړخه یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو ګډه کمېټه جوړه کړې ده تر څو په دې تړاو پېښې پر وخت وڅېړي.
خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو ډاډ نه دی ورکړی چې دوی به د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره څه اقدامات وکړي؟