تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: نیویارک ټایمز په یو تازه خپار کړي راپور کې ویلي، له تېرو ۶ کلونو راهیسې ۴۵ زره هغو کسانو چې د امریکا په پوځ کې یې د سرتېري یا بله دنده ترسره کړې، ځانونه وژلي دي.

راپور وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې په امریکايي پوځیانو کې چې له عراق او افغانستان څخه بېرته ستانه شوي، د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې چې کارول جیاکومو لیکلی دی راغلي، د اټکل له مخې هره ورځ نږدې ۲۰ امریکايي نظامیانو په دې موده کې ځانوژنه کړې ده.

راپور وايي، ټول هغه نظامیان چې ځانوژنه کوي، زیاتره یې له عراق او افغان جګړې څخه ستانه شوي دي: (( دوی دا کار ځکه کوي چې په رواني ناروغیو اخته شوي دي او اکثره پوځیان یې له ۳۰ کلنۍ کم عمرونه لري.))

راپور د پنټاګون د تازه معلوماتو له مخې وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د امریکایي پوځیانو په لیکو کې د ځانوژنې پېښې دریمه برخه زیاتې شوې دي.

نیویارک ټایمز همدا رازد امریکا د پوځ د کنټرول او اصلاح کمېټې د معلوماتو له مخې وايي، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په امریکايي پوځیانو کې د ځانوژنې پېښې ۸۰ سلنه زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *