تاند، جمعه، د جدي ۲۰مه: د کډوالۍ نړيوال سازمان د يوه راپور له مخې په ۲۰۱۹م کال کې له ايران او پاکستان څخه نژدې نيم مليون افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو نړيوال سازمان د يوه راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې ۴۸۵۰۰۰ افغان کډوال بېرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي چې زیاتره یې له ایران څخه په زور او یا رضاکارانه ډول ستانه شوي کډوال دي.
په ايران کې اوس هم د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره راجستر ۹۵۰۰۰۰ افغانان اوسیږي چې له يوه نيم تر دوو ميليونو پورې ناراجستر شوي افغانان او تر ۶۰۰ زرو کسانو پورې په ويزه دغه هيواد ته تللي دي.
همدا راز د کډوالو نړيوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۱۹م کال کې تر ۲۵۵۰۰ ډېر افغانان له ترکيې څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
له دې جملې څخه ۵۷۳ کسان په خپله خوښه ستانه شوي او تر ۲۵۰۰۰زيات له ترکيې څخه اخراج کړل شوي دي.
له جرمني څخه هم تر ۳۶۰ زيات افغانان په ۲۰۱۹ کال کې بيرته خپل هيواد ته رالېږل شوي دي.