ژ محمداکبر حقمل
ډېری وګړي له ډېرو ستونزو سره لوی شوي دي. ستونزمن او سخت وختونه او ناجوړې دوستۍ یا ملګرۍ یې تېرې کړې وي. داسې کارونه یې ترسره کړي وي، چې هغه غیر قانوني او د ناخوښۍ وړ وي. ځینې یې د قانون منګولو ته سپارل شوي او په قانوني ډول باندې په زندان کې د خپلو کړنو سزا ګوري. په پای کې بیا داسې ورځ هم راغلې، چې بدلون یې موندلی دی یعنې هغه بدلونونه یا ځانګړنې یې په ځان کې راوستلې دي کومې، چې په یوه غوره او ښه انسان کې شتون لري. دوی په راتلونکې کې خپل ټول فکر په دې اړه کوي، چې څه ډول کولای شي یوه پېژندل شوې څېره واوسي او یا په دې اړه فکر کوي، چې نور دده پروړاندې څه ډول فکر کوي. دوی پرېکړه کړې ده، چې د شخصي ارزښتونو په بدلون سره د خپل ژوند لار بدله کړي. دوی همدې پرېکړې ته په ژمنتیا سره خپل ژوند پرمخ بیایي او ورته ژر تر ژره بدلون ورکوي. څرګنده خبره ده د بریا هغه لار، چې نورو تعقیب کړې یا یې پرې تګ کړی دی تاسو هم هر یو ددې وړتیا لرئ ترڅو په هغه لار باندې تګ وکړئ او بریا ته ځان ورسوئ. په یاد ولرئ: اصلأ مهمه نه ده، چې له کوم ځای څخه راغلي یاست؛ هغه څه، چې ارزښت لري هغه دادي، چې چېرې روان یاست، په کومه لاره تګ کوئ او کومه لاره مو غوره کړې ده. که چېرې له هر اړخه یو غوره انسان واوسئ نو مهمه داده، چې له نورو سره څه ډول چلند کوئ. له چاسره، چې مخامخ شئ له هغوی سره د ملګرۍ او خبرو کولو وروسته کومې اغېزې پاتې کېږي؟ داسې وانګېرئ، چې یو غوره انسان یاست اما له ځان څخه دا وپوښتئ هرڅه او هر ډول چې نن ورځ یاستئ له مخکې وختونو سره مو کوم توپیرونه موندلي دي. که مو مثبت بدلون نه وي کړی نو همدا اوس یې پیل کړئ او یو غوره کس له ځان څخه جوړ کړئ. له هغه کسانو له کومو سره، چې په ورځني ژوند کې مخامخ کېږئ ښه چلند وکړئ ترڅو د ملګرۍ او غوره توب مو ښې او غوره اغېزې پاتې شي. هرڅومره، چې له نورو سره ښه رویه یا چلند کوئ په همغه کچه به ستاسو پروړاندې غوره چلند کېږي او هرڅومره، چې له نورو سره بد چلند وکړئ نو په همغه کچه به درسره بد چلند کېږي. که له نورو سره ښه چلند وکړو نو هېڅکله به هم یواځې پاتې نشو او تل به ملاتړ ولرو. په تېر وخت کې مو، چې هرڅه ترسره کړي هغه بیا ځلې راګرځېدل نه لري. همدا اوس له خپل ځان سره ژمنه وکړئ هغه څه کوم، چې مو په تېر وخت کې ترسره کړي دي بیا ځلې یې نه یادوئ او ژر تر ژره نوې پرېکړې کوئ. د ټولو هیلو لپاره مو لاس په کار شئ او داسې مه وایاست، چې زه نشم کولای ځکه هرڅه کېدونکي دي او د هرڅه د ترسره کولو غوره وړتیاوې هر کس لري.