تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: د مخدره توکو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په ۲۰۱۹ کال کې یې ۱۷۷۱ کسان د نشه يي توکو د قاچاق ۱۰۷۷ دوسیو کې له دریو کلونو تر ۳۰ کلونو پورې په زندان محکوم کړي دي.

د دغه مرکز ویاند خالد مؤحد نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په مجازات شویو کسانو کې ۳۷ ښځې، یو بهرنی او ۸۴ دولتي کارمندان شامل دي، خو ۲۳ کسان یې چې ۷ تنه په کې دولتي کارمندان وو او دوه مېرمنې وې، د کافي اسنادو او دلایلو د نه موجودیت له کبله خوشې شوي دي.

نوموړی وايي، د سترې محکمې عامه امنیت دیوان د دوی د مرکز ۶۲۳ پریکړې په تېر کال کې تایید کړې دي.

خالد مؤحد زیاتوي، په تېر کال ۱۲ میاشتو کې د ټول هېواد به کچه ۱۲۸۷ کسان د مخدره توکو د قاچاق په ۱۰۸۱ دوسیو کې نیول شوي دي چې له دې منځه یې ۳۷ تنه ښځې دي او ۳ ایرانیان هم په کې شامل دي چې تازه یې دوسیې ورته جوړې کړې دي او لا له حکومت سره په توقیف کې پراته دي.

نوموړی وايي، په تېر کال کې ۲۰۵ کسان چې ۱۳ په کې ښځې وې، د کابل په هوايي ډګر له هیروینو سره نیول شوي او غوښتل یې دا هیرویین هند یا اماراتو ته قاچاق کړي.

د مؤحد په خبره په ۲۰۱۹ کال کې ۳۱۳ موټر، ۳۷ موټر سایکل، ۱۵۹۲ تلیفونونه او ۱۰۵ میله وسله هم له قاچاقبرو څخه نیول شوې ده.

دی وايي، په تېر کال کې همداراز له قاچاقبرو څخه ۶ میلیونه افغانۍ ۳۲ زره ډالر هم نیول شوي او د افغانستان بانک خزانې ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې لا هم د مخدره توکو د قاچاق پر ضد مبارزه باندې نیوکې شته او ویل کېږي چې د نوي فصل د کښتونو په رارسېدو د هېواد ګڼو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي.

شنونکي وايي، تر څو د کوکنارو کښت ختم نه شي او بزګرو ته بدیل معیشیت برابر نه شي، دغه پدیده له افغانستان څخه نه ورکېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *