تاند- د کمپیوټر ورلډ د شمېرنو پر اساس تېر کال د انترنیټ پر کاروونکو نژدې ۲ سوه ملیون تنه نور زیات شول.
د دې شمېرې له مخې، د ۲۰۱۵ م کال په پای کې په نړۍ کې د انترنیټ د ټولو کاروونکو شمېر درې ملیارده او دوه سوه ملیون تنو ته ورسېد.
په وروستیو لسو کلونو کې هر کال له انترنیټ څخه د کار اخیستونکو شمېر له ۲ سوه ملیونو تر ۳ سوه ملیون تنو پوري زیات شوی دی.
د کمپیوټر ورلډ د څېړنې پر اساس، سره له دې چې انترنیټ په چټکه خپرېږي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېږي، لا هم نژدې ۴ ملیارده او سل ملیونه انسانان په نړۍ کې له دې شبکې لېري پاتې شوي دي.