تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۹ پورې په یوه لسیزه کې ۸۶ زره ۸۲۳ ملکیانو ته تلفات اوښتي چې له دې جملې ۲۸ زره ۹۷۹ تنه وژل شوي او ۵۷ زره ۸۴۴ ملکیان ژوبل شوي دي.

کمېسیون په خپل کلني راپور کې وايي، دا هغه ارقام دي چې دوی ثبت کړي او شاید چې ځینې پېښې پاتې هم وي.

د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور تاند ته وايي، تېر کال سره له دې چې مذاکرات روان وو، په لومړیو دريو میاشتو کې تاوتریخوالی بې کچې زیات و.

نوموړی وايي، تېر کال په جګړو کې ۱۰ زره ۷۷۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې جملې د ۷۱ سلنه تلفاتو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، ۱۴ سلنه د افغان حکومت پلوه ځواکونو او ۵ سلنه د داعش ډلې پر غاړه دی: (( په دې منځ کې ۲۸۱۷ ملکیان وژل شوي او ۷۹۵۵ نور ژوبل دي، چې د قربانیانو په جمله کې ۶۸۴۵ نارینه، ۹۷۴ ښځې او ۲۶۹۶ ماشومان دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د راپور له مخې افغان حکومت د ملکي تلفاتو د راکمولو په برخه کې ۴۴ سلنه بریالی ثابت شوی دی خو د طالبانو په بریدونو کې ملکي تلفات بیا ۲۷ سلنه کم شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *