تاند- د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېر کال دوه نیم لکه افغانانو په پرمختللیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویندوی اسلام الدین جرات نن /سې شنبه/ خبریالانو ته وویل، دغو افغانانو د نړۍ په څلوېښتو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې خو تر ټولو زیاتو له جرمني څخه پناه غوښتې چې شمېر یې یو نیم لکو ته رسېږي.

تېر کال د سوریې، افغانستان، عراق او نورو اسلامي هیوادونو شاوخوا ۱۲ لکه تنو اروپايي هیوادونو ته پناه یووړه. اروپا ته د سفر په لاره کې په زرګونو پناه غوښتونکي په لاره کې مړه شوي او په زرګونو نور لا انتظار دي چې اروپا ته د رسېدو لاره ومومي.

د افغانستان د کډوالو چارو د وزارت ویندوی هم دې ته په اشارې وویل چې اروپا ته د تګ په لاره کې د ترکیې او یونان ترمنځ د مدیترانې په اوبو کې ۴۰ زره تنه پناه غوښتونکي ډوب شوي دي.

د جرات په وینا په دغو ۴ زره مړو شویو پناه غوښتونکو کې په سلو کې ۲۰ افغانان دي. د دې معنا دا ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې ۸۰۰ افغانان ډوب شوي دي.

د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویندوی دا څرګندونې افغانستان ته د جرمني د کورنیو چارو وزیر له سفره یوه ورځ وروسته وکړې.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر پرون په کابل کې وویل چې له افغان چارواکو سره د موافقې پر اساس به هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږل شي چې د پناه غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي.

ده دا هم وویل چې که اړتیا وه رد شوي پناه غوښتونکي به په زور وباسي.

خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکد وزارت ویاند په دې اړه چې که جرمني یا بل هیواد وغواړي چې افغانان په زوره وباسي، نو ایا افغانستان به خپل اتباع ومني او کنه، څه ونه ویل مګر یادونه یې وکړه چې افغانستان هغو کډوالو ته هرکلی وايي چې په خپله خوښه خپل هیواد ته راشي.

سویډن هم ویلي چې شاوخوا اتیازره پناه غوښتونکي به، چې ډېری یې افغانان دي، له خپلې خاورې وباسي.

د کډوالو د چارو وزارت ویندوی وویل چې مهاجرت هم افغانستان او هم هغه هیواد ته ستونزې جوړوي چې کډوال ورځي خو اصلي ګټه د انسانانو قاچاقبر کوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له ارقامو سره سم اوس ۶ ملیونه افغانان له هیواده بهر کډوال دي او یوملیون نور په هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

One thought on “تېر کال ۲۵۰ زره افغانانو په ۴۰ هیوادونو کې پناه غوښتې”
  1. حکومت افغانستان باید زمینه کار برای جوانان را در داخل کشور مهیا سازد تا جلو فرار جوانان از کشور گرفته شود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *