ملګري ملتونه وايي، تېر ۲۰۱۸ کال کې د جګړو، تاوتریخوالي او ستونزو له کبله د نړۍ ۷۸ میلیونه وګړي بې کوره شوي دي.

ملګرو ملتونو له بشري ناورینونو سره د مبارزې برخه کې د یووالي په پار خپاره کړي راپور کې ویلي، انسانان د سوله ییز چاپېریال په برابرولو کې ناکام شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان مشر فلیپو ګرانډي زیاته کړه، د جګړې له کبله په بې کوره شویو کسانو کې ۵۷ سلنه د افغانستان، میانمار، صومالیا، سوډان او شام اوسېدونکي دی.

فلیپو ګرانډي زیاتوي، دا په تېرو اویا کلونو کې د مهاجرو انسانانو تر ټولو لوی شمېر دی: (( دا هغه شمېرې دي چې موږ ته رسېدلي دي، نړۍ کې ځینې سیمې داسې شته چې په کې د کډوالو شمير نه شي کېدای.))

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي له کبله هره ورځ زرګونه انسانان د روم سمندر له لارې یونان ته اوړي او بیا هلته د پناه غوښتنه کوي.

فلیپو ګرانډي زیاته کړې اروپايي هیوادونه دې کډوالو سره د سختۍ پر ځای دوی لپاره سرحدونه خلاص پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *