سلطان عزیز عزام

واه د شيشکې، لورې چرته غيبه شوې؟

ـ سر ږمنځوم درځم .

ـ څه د مور واده دې دی، چې سر ږمنځی، يو خو ته په ځان نه سازېږي .

ـ مور مې څه ته يادوې، خو دادې درغلم کنه، دا دريمه مياشت ده چې نه مې و، وينځلی ويښتان مې سره څپلۍ شوي وو .

خاټولې د کوټي پرده پورته کړه، په راوتو کې د لمدو ويښتو کوڅۍ ته اخري غوټه اچوله ميرې ته يي مخ کړ:

هن دادې راغلم څه دې ويل ؟

هۍ، هۍ لکه چې زما شامپو او سر تېل دې خلاص کړل بد مخې ؟

نه، قران دې که ګوتې مې لا وروړې وي، د جامو په صابون مې پريمنځل د غوړو له منګوټي مې لږ شان غوړي راواخېستل،پرې غوړ مې کړ .

خاټوله د ميرې خواته ورنږدې شوه، تر خوايي کېناسته، هغې له ځانه ډيکه کړه ايسته سه پمنې د غوړو مست وږم درڅخه باديږي، پورته شه غوجل نا پاکه پرته ده، څاروي بهر راوباسه، بيا غوجل پاکه که او بيا لاړه شه له باغچي بوس راوړه ، مال ته دروشته جوړه که .

خاټوله په نه زړه جګه شوه، د پًلاستيکي بوجۍ څخه جوړ پيوندي ترپال يي ځان پسې کشاوه او د لوي کلا په هغه وره ووتله چې باغچې ته خلاص وه، اخوا  دېخوا يې اوتر اوتر وليدل، او په مړو قدمونو د بوساړي خوا ته روانه شوه، ترپال يي د بوسو ترڅنګ هوار کړ کېناسته اغو په دواړه لاسه يی ورته بوس راکشول چې په وړه لوټه په ملا ولګېده ژر يې شاته وکتل هېڅوک هم نه و، پورته يي د بکياڼې خزان وهلې ونې ته وکتل چې ځاې ځاې په کې ژېړې دانې راځنګېدلې فکر يې وکړ شايد دغه دانې پرې راپرېوتې وي، په همدې چرتونو کې وه چې بيا ټپ شو، مخه ورته ولګېده نېغه ودرېدله، زړه يې درزېده، د باغچې له لنډيدېواله چينار سر هسک کړې و او خندل يی، دا وارخطا شوه ژر ژر يي بوس وتړل په سر يې کړل او په وره ننوته .

ميرې يي په قهر جارو په ځمکه وويشته

ړنده شې، اوس مې انګړ جارو کړ،تا بيا له بوسو ډک کړ؛  خو کلک به دې تړلي و کنه!

هلته د باز مامدي زوۍ ولاړ و!

چې ولاړ و، نو وبه کنه، خوړې خو يې نه، چرته ولاړ و؟

باغچه کې.

ځه ورکه شه غو جل پاکه که .

خاټوله چې غوجل ته ننوته،نو ميره يی غلې په خلاصه کړکۍ ووته،خاټوله هم غلې ورغله، له لرې يې ليدل،

چينار دا وخت لينده په لاس په يوه سترګه پاس ونو ته کتل او په يوه سترګه يی د کړکۍ لار څارله،چې په دې يې سترګې ولګېدې لينده يې د واسکټ جيب ته کړه وارخطا يې چارچاپېره وڅارله او په بيټه د پمبې د پټي په پوله يې دبوسو کوټي  (بوساړه) ته ځان ورسوه.

ښځه هم راټوله کړې په کوټه ورنووته، د دواړو زړونه درزېدل،

هلته د خاټولې په زړه يخني ننوتله دا يې څوم ځل و چې خپله ميره يی په داسې حال کې ليده او دلته يي ميره د چينار غېږه کې رپېده، چينار لنډه، لنډه ساه اخېسته

په هغه بله مې ستا ګومان وکړ .

ـ ګوره ډېر اتيات کوه،هغه هسې هم شکي شوی، هسې نه چې هغه بوډا ته ووايي ، تر څو به نو دا پټه ليده کاته وي، ته به کله تيارېږي، ګوره بيا به خبره له خبرې تېره وي؟

بس زه تيار يم وخت ښايه ؟

خه، ماسخوتن، د هغه ټوخن د اوبو وار ده، راشه نوره مې له دې بلا خلاصه کړه!

خاټوله حيرانه وه چې خپل سپین ږيری پلار د خپلې ځوانې ميره په دې کړنو څنګه خبر کړي.دا وخت يې خپله د ګل په شان خور په زړه راورېده چې بوډا پلار يې د ميرې ګوډ ورور ته په بدل ورکړې وه، خداې بخلې مور يې ورپه زړه شوه، ښه په شټکاري يې وژړل، د شپې يې ميره له پخوا مهربانه وليده ، خو ددې تبعه جوړه نه وه، ډوډۍ هم ونه خوړه وده شوه،سهار ملا اذان د خپل پلار په چغو له خو به راويښه شوه، پلار يې وارخطا په کوټو ګرځېده، له خاټولې يي و پوښتل!

څه شوه هغه د ګوډي خور؟

خاټولې ټيکری پر سر سم کړ، دې هم ورته ډېرې نارې ميرې ته وکړې، خو مه دې شه، پلار او لور دواړه د کلا په منځ کې حيران يو بل ته مخامخ ولاړ و، خاټولې په رېږدېدلو شونډو وويل :

پلاره هغې له وخته نه د باز مامدي زوې چينار سره لار لرله، لکه چې هغې سره وتښتېده!

پلار يې يوه مظبوطه څپېړه په دا مخ ووهله، خپله پګړۍيې پر ځمکه وويشته چې ته داسې خبره وې، نو مخکې دې راته ولې نه ويل، پوزه مې پرې شوه، خدايه اوس به څه کېږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *