تاند- د بشري حقونو د ټولنو له غوښتنو سره سره به د پغمان د پېښې پنځه تنه په اعدام محکومان سبا په دار ځړول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې پنځه واړه جنایتکاران به غالباً د چهاشنبې په ورځ /سبا/ اعدام شي.

هغوی د افغانستان د درې ګونو محکمو له لوري د وسله والې غلا، پر ښځو د جنسي تېري او د ښځو د وهلو د جرم د ثابتېدو په خاطر په اعدام محکوم شوي ول او پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د اعدام سزا تایید کړې وه.

سترې محکمې د عزیز الله، نظر محمد، قیس الله او حبیب الله د اعدام سزا د تېر سپټمبر په ۲۴ تایید کړه. خو په دې قضیه کې دوه تنه نور یې چې ابتدايي او استیناف محکمو په اعدام محکوم کړي ول، په شل کاله حبس محکوم کړل.

د بشري حقونو نړیوالو ټولنو د افغانستان له حکومته غوښتي چې مجرمان اعدام نه کړي.

د بشري حقونو ټولنې، پر دې سربېره چې د اعدام له سزا سره مخالفې دي، اندېښنه لري چې د افغانستان په قضايي سیستم کې فساد شته او ممکن بېګناه کسان اعدام شي.

د بخښنې نړیوالې تولنې (امنیستي انټرنشنل) د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه په ټینګه غوښتيچې د دغو شپږو مجرمانو سزا لغو کړي.

2 thoughts on “د پغمان په جنایت کې په لاس لرلو محکوم شوي کسان سبا اعدامېږي”
  1. I don’t understand the nature and purpose of the amnesty international and other human rights organizations that why they are demanding the sacking the punishment of these culprits however they committed such a brutal and shameful act that they deserved this punishment.on the other hand if government failed to detain these criminals so these so called human rights organizations would still also criticized the government and would blame it for injustice to the victims that the government is unable to find criminals.their double standard is already exposed in plestain when israel committed genocide and war crimes and they were silent about it.the afghan government must not be dictated by them.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *