تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، د واليانو ګومارنه او د ولسمشرۍ د لوړې مراسم يې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په غوښتنه ځنډولي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم يوه غړي فضل احمد معنوي رسنيو ته ويلي، چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره د لیدنو پر مهال غوښتي، چې د والیانو ګومارنه او د لوړې مراسم د سولې پروسې په موخه وځنډوي.

فضل احمد معنوي زياته کړې، چې دوی د ښاغلي خلیلزاد په غوښتنه د لوړې مراسم ځنډولي او ارګ هم ويلي، چې د لوړې مراسم به نه ترسره کيږي.
توموړي په یو ټویټ کې هم تېره شپه وویل چې ۱۵ ورځې د سولې د موضوع د جدیت لپاره له خپلو چارو لاس اخلي خو دا جنجالونه به بیا هم دوام پیدا کوي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون تېره اونۍ د ولسمشريزو ټاکنو وروستیو پایلو ک‌ اشرف غني ګټونکی اعلان کړ او د ولسمشرۍ وثیقه يې ورکړه، خو د هغه سيال عبدالله عبدالله د پایلو له منلو سرغړونه وکړه او د ټول شموله حکومت د جوړولو اعلان يې وکړ.

مګر بیګا او نن د امریکا د باندنیو چارو وزارت او زلمي خلیلزاد په جلا ټویټونو کې ومنله چې د ټاکنو پروسه ختمه او ولسمشر غني یې ګټونکی دی.

One thought on “ثبات او همپالنه، د امریکا په غوښتنه مو د والیانو ګمارنې او د عبدالله لوړه وځنډوله”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *