تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت د مودې له پيل سره په لومړۍ ورځ د لومړنیو پایلو په تړاو تر ۵ زرو زیات شکایتونه شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی محمد قاسم الیاسي تاند ته وايي، له ۴ زرو زیات شکایتونه د عبدالله عبدالله ډلې ورسره ثبت کړي دي.

نوموړی وايي، لا دوه ورځې پاتې دي او امکان شته چې د شکایتونو شمېر تر دې هم زیات شي یا هم دومره پاتې شي، خو دا به وروسته روښانه کړي چې ټول شکایتونه په کومو کټګوریو کې راځي: (( زیاتره شکایتونه د ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند، لغمان او کندهار ولایتونو په تړاو شوي دي.))

د یادونې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره د شکایتونو د ثبتولو لړۍ به نن او سبا هم دوام وکړي چې لومړۍ پلټنه به یې ۱۵ ورځې وخت ونیسي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په ولایتي دفترونو کې د شکایتونو د ثبتولو بهیر به درې ورځې دوام وکړي او له هغې وروسته به په ۱۵ ورځو کې ټول شکایتونه وڅیړل شي، خو بیا به هم نوماندان درې ورځې وخت ولري چې شکایت وکړي او بیا ځلي پلټنه به یې هم ۱۴ یا ۱۵ ورځې وخت نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *