تاند- د امریکا د ساینس او سینمايي هنرونو د اکاډیمۍ د بشرپالنې سږنۍ جایزه به د هالیووډ ستورې انجلیناجولي ته ورکړای شي.

 دا جایزه د آسکر په شان د دې اکاډیمۍ مهمه او ویاړمنه جایزه ده چې د ساینس او سینمايي هنرونو اکاډیمي یې هر کال د نومبر په میاشت کې د آسکر د جایزې تر اعلانولو څو میاشتې مخکې ورکوي.

 د ساینس او سینمايي هنرونو د اکاډیمۍ ريیس شریل بون ایساکس د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل، دا جایزه داسي کسانو ته ورکول کېږي چې په محترمو څانګو کې د پام وړ ونډه ولري.

 څو نورو سینمايي لوبغاړو لکه ستیومارتین او انجیلا لنزبري ته به هم افتخاري جایزې ورکړای شي.

 انجلینا جولي د آسکر جایزه ګټلې خو سږ کال دې ته د بشري حقونو په برخه کې د فعالیتونو په خاظر جایزه ورکول کېږي.

 اغلې جولي له څو کلونو راهیسي د ملګروملتو او د دې موسسې د کډوالو د چارو د لویې کمیشنرۍ د ښه نیت سفیره ده او د افغانستان په شمول یې ګڼو جګړه ځپلو هیوادونو ته سفرونه کړي، له جنګ ځپلیو، کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو سره یې مرستې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *