د ورځې له بیروباره تشې شوې لارې، تړلي دوکانونه، شپه، د څراغونو رڼا او د کتار ونو سیورې ته لږه تیاره بې خوبه انسان حساسوي.

د ۲۰۰۴ کال یوه شپه چې تورې وریځې هم راټیټې شوې وې زه هرڅه ته ځیر کړی وم. له کوره د کار په لور پلی روان وم. درې نیمې بجې مې کار پیلیده او پکار و چې لږ تر لږه یو نیم ساعت مخکې دفتر ته رسیدلی وای.

د وینورادسکا پر سړک یو نیم موټر تیریده او لرې لرې به یو نیم لاروی هم راښکاره شو. یو ناڅاپه مې څنګ ته د ژړا غږشو. یو ښځه وه لاسونه یې مخ ته نیولي وو.

پرته له دې چې فکر وکړم  ومې پوښتله:

– تاسو ښه یاست؟

سر یې وخوځاوه. ورته ومې ویل:

– مرسته مو پکار ده؟

– نه

زه لږ ګړندی شوم د دې سلګۍ لوړې شوې، راپسې روانه وه. ورته تم شوم. دې راته وویل:

– زه ښوونکې یم

– ستونزه څه ده؟

لاسونه یې پرانیستل:

– ډسکو ته تللې وم، څښلي مې و، هرڅه یې له ما وړي دي، پیسې، د بانک کارتونه …

غږ یې غریو نیولی شو. اوس چیرته ځې؟

– کورته روانه یم

– چیرته دی؟

له پراګه یو پنځلس کیلومتره لرې اوسم

– د بس پیسې درسره شته؟

سر یې وخوځاوه. ما ورته وویل:

– زه به د بس پیسې درکړم

– زه تا نه پیژنم ولې پیسې راکوې

– د ثواب لپاره

– زه په ثواب باور نه لرم

ما یو څه میده پیسې د دې په پرانیستي موټ کې کیښودې او د دفتر لور ته وګرځیدم. د دفتر له وره سره مې شاته وکتل. دا د څراغ رڼا ته ځای پرځای ولاړه وه زما لور ته یې کتل او لاس یې هم همداسې غځیدلی پاتې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *