تاند- په جرمني کې یوه څارونکي اورګان پلرونو او میندو ته خبرداری ورکړی خپلو ماشومانو ته د (زما ملګریه کایلا) ږغېدونکې نانځکه وانخلي ځکه چې په دې نانځکه کې داسي ټکنالوژي کارول شوې چې د خلکو شخصي معلومات غلا (هک) کوي.
متخصصان وايي، هکران په دې ګوډۍ کې د نصب شوي بلوټوت له لارې د هغې ماشومې خبرې اورېدای شي چې له دې ږغېدونکې نانځکې سره خبرې کوي.
دا ناوکۍ یا نانځکه د انترنیټ له لارې د ماشوم یا ماشومې پوښتنو ته ځواب وايي؛ مثلاً که ماشومه ورڅخه وپوښتي د خره چیچي ته څه وايي، نانځکه په ځواب کې ورته وايي «کوټی»
دا نانځکه (جنسیس) کمپنۍ جوړ کړی دی. دې کمپنې تراوسه پوري د لګېدلي تور په اړه څه نه دي ویلي.
ځینو خلکو په اروپايي اتحادیه او امریکا کې محکمو ته شکایتونه کړي دی.