په افغانستان کې ډیر ځله یوه وړه موضوع چې ظاهرا خاص مشکل پکې نه وي، په لوی مشکل بدله شي او د تبلیغاتو په زور حکومت او ملت ته جدي ستونزې راپیدا کړي.

 موږ د امان الله خان له وخته راهیسې تذکره لرله خو اوس چې مو د الکترونیکې تذکرې د جوړېدو تابیا کړې ده، له تیرو دریو کلونو راهیسې عجیب او غریب جنجالونه پکې پیدا شوي دي. سوال دا دی چې پخوا ولې د تذکرو په سر جنجالونه نه جوړیدل او اوس جوړیږي؟

 دغه راز د عطا محمد نور د استعفا خبره راواخلئ چې لوی کشمکش ته یې لاره پرانیستې ده. یو والي په ځای یا بې ځایه لرې کیږي خو بحثونه ورباندې دومره تاوده دي، لکه د یوه حکومت په ځای چې بل حکومت راځي.

 د دنیا  کابو ټول هیوادونه له امریکا سره یا نورو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لري. پاکستان په نظامي لحاظ تر افغانستان امریکا او ناټو ته ورنژدې دی، ځکه د ناټو  د نژدې همکارانو په لست کې شامل دی او د سعودي، ترکیې او قطر په شمول د سیمې نور ګڼ هیوادونه له امریکا سره او نورو هیوادونو سره په امنیتي او دفاعي ساحه کې ستراتیژیک تړونونه لري خو په افغانستان کې دا بحث دومره تود وساتل شو چې ټولنه یې په دوو متفاوتو لوریو وویشله. ځینو ګومان وکړ چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون به د ملک استقلال ته صدمه ورسوي او ځینو نورو تصور وکړ چې که دا تړون لاسلیک شي نو افغانستان به د چا خبره ګل و ګلزار شي.

 زموږ ټولنه په ډیرو داسې موضوعاتو کې چې په نورو هیوادونو کې ټولنه ورباندې نه ویشل کیږي، ویشل شوې او انرژي یې بې ځایه ضایعه شوې ده.

داسې ولې کیږي؟ ایا ځینې خودخواه سیاستوال دي چې د شخصي ګټو او شهرت په خاطر هنګامه جوړوي او که بل علت دی؟

 دې کې شک نشته چې ځینې سیاستوال به د شخصي ګټو او شهرت طلبي په خاطر یوه عادي موضوع په جنجال بدلوي مګر په دې خبره هم غور پکار دی چې معمولي خبرو ته دومره زیاته هوا ورکول به شاید د افغانستان د خارجي بدخواهانو کار وي. په عادي مسایلو باندې دومره وسیع تبلیغات په غالب ګومان خارجي پشتوانې ته اړتیا لري. دا چې په دې موضوع بحثونه کیږي چې موږ افغانان یو که نه یو، یوازې او یوازې د افغانستان د بدخواهانو د خوښې موضوع ده. زموږ ځینې رسنۍ او ځینې سیاسي فعالانو اکثره وخت داسې موضوعات مطرح کړې دي چې د افغانستان په وجود او اساس کې د شک باعث کیږي، دغسې بحثونه په منظم ډول مطرح کیږي او خامخا ورته مخالف لوري غوښتل کیږي چې ټولنه وویشل شي.

 طبعا ګڼ خلک له دغسې جنجالي بحثونو خوند اخلي او لکه د یوې مسابقې سیل ته چې ناست وي، دا رنګه بحثونه هم اوري مګر د هیواد او ملت په اساساتو باندې د شک څرګندولو بحثونه یوازې زموږ په رسنیو کې لیدل کیږي.

 د ټولنې خیر خواه روڼاندان باید په دې اړه خاموشي غوره نه کړي او هغه رسنۍ او یا کسان چې د شخصي ګټو په خاطر په ټولنه کې اختلافات زیاتوي او د ملت ترمنځ د پیوند په ځای د اختلافاتو د رامنځ ته کولو کوښښ کوي، عامو خلکو ته ورمعرفي کړي او ټولنه د دوی په بدو نیتونو او د هڅو په بدوالي خبر کړي. 

One thought on “جاسوسي ادارې او تبلیغاتي جنجالونه | شفیق اندړ”
  1. بحثونه ،لیکنی او بیانات او هر هغه حرکت چی اسلامی او ملی ارزښت ونلری مشروعیت یی تر سوال لاندی دی او کنترول او تصفیه یی ضروری بلل کیږی او دا هم ضروری او لازمی ده هغه نااهل او بی کفایت کسان چی د اسلامی او ملی ګټو عزت او حیثیت نه ساتی نباید بحثونو ته راوبلل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *