ارستو په ساينس او فلسفه کې په ډلبندۍ مشهور دى. ارستو په ساينس کې حيواناتو او نباتات پر ډولونو ووېشل. ادبيات يې پر تراژيدۍ، کمېډۍ او حماسه تقسيم کړل.

داسې يې هر څيز په يوه ډلې پورې وتاړه. د ارستو د منطق پر بنسټ انسان طبيعي او ماورالطبيعي شيان پر ډولونو ويشي او داسې د شيانو په اړه علم ترلاسه کوي او د طبيعت پېژندګلوي ځان ته اسانه کوي.

انسان هر څيز له بل سره د تړاو له مخې پېژني. د خپل کور شيان وګورئ. هر څيز د يوه تړاو له مخې درته معلوم دى؛ خو که په خپل کور له يوه داسې څيز سره مخ شئ، چې په يوه ډله کې يې هم نه شئ راوستاى او له يوه څيز سره هم تړاو ورنه کړاى شئ؛ نو ورخطا کېږئ يا حيرانېږئ يئ يا درباندې بل کوم چم کېږي او له واره مو دا پوښتنه خولې ته راځي، چې ”دا څه شى دى؟”.

”دا څه شى دى؟” هغه پوښتنه ده، چې د انسان د طبيعي او ماورالطبيعي پوهې بنسټ جوړوي او د روابطو په مټ ورته ځواب وايي.

ارستو پوه و، چې په طبيعت کې يو شى هم يواځې نه دى. هر څيز له نورو سره تړاو لري او په دې توګه طبيعت د اړيکو جال دى؛ خو دا جال د جړ تار غوندې نه دى، چې سر و بر يې معلوم نه وي.

ارستو د اپلاتون د مثاليت مخالفت د مشترکاتو پر بنسټ کوي. اپلاتون چې څه ته د يوه ډول څيزونو مثل وايي، ارستو هغه د هغوى له مشترکو ځانګړو ټولګه بولي. مثلا: زموږ په ذهن کې چې د اس کوم بشپړ مثال شته، هغه ارستو د اپلاتون پر خلاف د هغې مثالي نړۍ ورکړه نه، د دې نړۍ د حسي شيانو ورکړه بولي.

نو چې نړۍ د روابطو جال وبولو، بيا هر څيز له بل سره په اړيکه کې پېژنو. مطلب، هر څيز له بل سره په اړيکه کې د مانا خاوندېږي، ځکه چې مانا د شناخت بنسټ دى.

رغښتواله(سټرکچرليزم) وايي، چې کلمې له يو بل سره په عمودي او افقي اړيکه کې له مانا پيدا کوي. همداسې کلمه له خپل مدلول سره په رابطه کې مانا لري.

په ادب کې له کلمو نه پر ګرامري مانا سربېره نوره مانيزه استفاده هم کېږي او کلمې زياتې ماناوې اخلي. دلته هم د کلمو خپلمنځي او له مدلول سره اړيکه مهمه ده او له دې پرته د کلمو مانا نه معلومېږي. کوم سړى چې له خولې پوچ وي، دا جمله ورته کاروو:

سمې مرغلرې دوړوې.

دلته د (مرغلرو) او (پوچو خبرو) ترمنځ د تضاد اړيکه ده او که د اړيکه نه وي، د (مرغلرو) په مانا نه پوهېږوي. له بل پلوه (مرغلرې) د ويونکي له حالت سره هم رابطه لري او که په دې اړيکه مخاطب پوه نه شي، بيا به هم ورته د (مرغلرو) مانا واضح نه وي.

(مرغلرې) له خپل اصلي مدلول سره له حقيقي مانا پرته هم مانا نه لري. که د مرغلرو په اصلي مانا پوه نه شو، وروستۍ طنزي مانا ترې نه شو اخيستاى.پخپله مرغلرې هم د سيپۍ، باران، درياب او شبنم د اسطوري او نورو واقعي اړيکو له مخې پېژنو.

ښکاره ده، چې مرغلره په يوه وخت له ډېرو شيانو سره رابطه لري او که دا رابطه نه وي، مطلب، مرغلره نشته.

موږ هره کلمه له نورو کلمو سره په ارتباط کې پېژنو. دا کار که څه نا څه خپلسرى دى، ارادي استفاده ترې هم شونې ده. پر (خپرنيز، خپرندوى، خپروونکي) باندې د (خپور) د رابطې له مخې پوهېږو. د (مرکز) د رابطې له مخې له تمرکز، ارتکاز، مرکوز، متمرکز او… سره اشنا يو. چا چې دا رابطه درک کړې وي، د کلمو د مانا لپاره د قاموس کتو ته هغومره نه اړ کېږي.

په فلسفه کې د يوه څيز وجود د بېلابېلو علتونو د خپلمنځي اړيکو له مخې ثابتېږي.

له کلمو پرته موضوعات هم د رابطې له مخې له يو بل سره نښلوو او بېلوو. که رابطه نه وي، موضوعات رانه په يو بل کې ګډوډېږي او پېچلي کېږي.

هغه معلومات چې زموږ له تېرو معلوماتو سره رابطه ونه لري، زموږ په ذهن کې نه پاتېږي او ژر مو له حافظې نه وځي.

د افغانستان د تاريخ په اړه نوي معلومات چې لولو، له زړو سره رابطه ورکوو. که رابطه ورنه کړو، د معلوماتو په پوهېدو کې له ستونزو سره مخېږو.

د رابطې هنر په ژوند، مطالعه، ليکوالۍ او شاعرۍ ټولو کې پکارېږي. استفاده يې راته ډېرې جاخې اسانولاى شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *