تیره ورځ می د بی بی سی په ویبپاڼه کی وکتل چی، یوه ورځ جان کیری کله چی دامریکا د سنا د بهرنیو چارو د کمېټې مشر و، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی ته د یو څو محدودو افغان چارواکو په حضور کی وویل چی ملا عمر اوس په کراچۍ ښار کی د پاکستان د نظامیانو تر نظارت لاندی دی. کله چی پخواني ولسمشر خپل وروستی رسمی سفر (۲۰۱۳،جنوری) امریکا ته وکړ د امریکا د ملی امنیت د مشاور توماس ډانیلون او نورو چارواکو په حضور کی یې وویل چی د ۲۰۱۵، جنوری له دوهمی نیټی څخه وروسته به د ملاعمر په شمول طالبان د امریکا دښمانان نه وي او نه به امریکا د دوی پر خلاف جنګ کوي. خو امریکا به په افغانستان کی د تروریزم پر خلاف خپلې جګړې ته دوام ورکوی.
د دې خبرې له اوریدو سره سم ولسمشر کرزی حیران شو او ویې ویل له دې څخه وروسته به ستاسی لپاره په افغانستان کې تروریست او تروریزم څوک او څه وي؟ د امریکا د ملی امنیت سلاکار وویل څوک چی زمونږ په سفارتونو، او اتباعو برید وکړي او زموږ منافع له ګواښ سره مخ کوي.
ولسمشر کرزی وویل که زموږ په یوه ښار کی د یوه ځانمرګی برید په ترڅ کی ۷۰ یا ۸۰ تنه د ژوند څخه لاس په سر شی ایا دا ستاسی لپاره تروریزم دی؟ د امریکا د ملی امنیت مشاور وويل! نه.
ولسمشر کرزي بیا وویل! که له پاکستان څخه څو زره تروریستان دلته د طالب په جامه کې راشي او په نتیجه کې د افغانستان یوه برخه سقوط وکړي. او خپل بیرغ اوچت کړي بیا؟ د امریکا د ملی امنیت مشاور وویل! دا به ستاسی او د پاکستان خپل منځي مسئله وي نه دامریکا.
د دغه سفر په جریان کې د سولې د پروسئ او په قطر کی د طالبانو د دفتر په پرانیستلو مفصلې خبری اتری وشوې. امریکایی چارواکو په قطر کی د طالبانو لپاره په دفتر پرانیستلو ډیر ټینګار کاوو. او ویل یی چی قطر د طالبانو د دفتر لپاره مناسب او وړ موقعیت دی.
ولسمشر کرزی له خپل پلاوی څخه تکررا وپوښتل چی امریکا ولی زموږ سره د طالبانو په نمائندګۍ خبری کوی.
همدی مذاکراتو او د طالبانو په اړه د امریکا موقف جمهور رئیس حامد کرزی لا هم پر امریکا او هم د تروریزم پر خلاف جګړه باندی مشکوک کړ.
همدا دلیل وو چی ولسمشر کرزی په قطر کی د طالبانو د دفتر له پرانیستلو او د امریکا د امنیتی سند له امضاء کولو سره جدی مخالفت وکړ.
ولی په دغه ۱۴ کلونو کی دومره مظلومه افغانانو له خپل ژوندانه څخه لاس په سر شول؟ ولی دومره میندی کونډی شولی؟ ولی دومره شاه زلمی د درواغو د جګړی قربانیان شول؟ تر اوسه طالبان د امریکا د جنګ هدف وو. او اووس ورته وخت او نیټه ايښودل کیږی چی له دی څخه وروسته به د ملاعمر په شمول طالبان دامریکا دښمانان نه وی. دا جګړه د یوه ستراتیژیک پلان سره سم مخ په وړاندی روانه وه. او د ولسمشر کرزی په وینا دا جنګ د پردیو جنګ دی او افغانان یواځی قربانی کیږی.