تاند – د برتانیا د ولسي جرګې رییس جان برکاو نن یادې جرګې ته په وینا کې وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ نشي کولی چې د ویسټمنسټر په تالار کې خبرې وکړي.
جان برکاو وویل، هغه د دې «کلک مخالف» دی چې ولسمشر دې په وېسټمنسټر تالار کې وینا وکړي.
د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي چې برکاو د وېسټمنسټر د تاریخي تالار یو له درې لویو صلاحیت لرونکیو څخه دی. د وېسټمنسټر تالارهغه ځای دی چې د برتانیا د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې غړي په کې مهمو غونډو ته سره راټولېږي.
د برتانیا ولسي جرګه (House of Commons) ۶۵۰ غړي لري او د مشرانو جرګه (House of Lords) یې ۸۰۵ چوکۍ لري چې فعلا ۸۰۰ غړي لري.
د ولسي جرګې رییس جان برکاو وویل، هغه مخکې هم د دې مخالف وو چې ولسمشر ټرمپ دې په وېسټمنسټر کې وینا وکړي او بیا یې چې د کډوالو پر ضد دریځ ونیو اوس دی لا نور هم دغلته د هغه د وینا مخالف دی.

برکاو وویل، «زه غواړم ووایم چې، د پارلمان دواړو جرګو ته د بهرنیو مشرانو وینا کول یو اتومات حق نه دی، هغه یو داسې اعزاز دی چې ګټل کیږي.»
ښاغلي برکاو ولسمشر ټرمپ د نژاد پرست او جنس پرست په القابو یاد کړ او د جرګې غړو د هغه وینا په چکچکو بدرګه کړه، خو کارپوهان وایي چې ښایي د برکاو دا دریځ په ډاونېنګ سټریټ او بکېنګهم ماڼیو کې د برتانیا د حکومتي او سلطنتي چارواکو لپاره سرخوږی پیدا کړي.
له ټرمپ څخه مخکې د امریکا پخواني ولسمشر اوباما په ویسټمنسټر تالار کې د برتانیا د پارلمان د دواړو جرګو غړو ته خبرې کړې وې.
ویل کیږي چې د ښځو پر ضد د ولسشمر ټرمپ له سپکاوي ډک چلند څخه وروسته د کډوالو پر ضد د هغه اجرایوي حکم په نړیواله کچه احتجاجونه راوپارول او هم په کور دننه امریکایي قاضیانو د امریکا د اساسي قانون خلاف وباله او لغوه یې کړ.