د امریکا سفیر

تاند نیوز ډیسک: کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، هېواد یې په تمه دی چې طالبان به معتبر او لوی ضمانت راکړي.
جان باس وایي، دوی د طالبانو تش په خوله ضمانت باندې باور نه شي کولی تر څو طالبان ورته د دې خبرې معتبر ضمانت ور نه کړي چې له سولې وروسته به افغانستان د ترهګرو په ځاله بیا نه بدلېږي.
جان باس ویلي، د قطر اووم پړاو خبرې هم په دې ټکي متمرکزې دي او دوی په تمه دي چې په دې اړه د طالبانو په طرح او پلان پوه شي: ( طالبان باید امریکا، نړیواله ټولنه او افغانان قانع کړي چې دوی به له سولې وروسته ترهګرو سره هیڅ اړیکه نه لري.)
جان باس زیاته کړه، د قطر خبرې ځکه اوږدې شوې دي چې امریکا غواړي طالبانو سره د ضمانتونو په مسئله مفصلې خبرې وکړي.
قطر کې د طالبانو او امریکایانو د سولې اووم پړاو خبرې د چنګاښ په اتمه د شنبې په ورځ پیل شوې.
طالبانو ویلي، دا وار خبرو کې باید امریکا ورته له افغانستانه د وتلو سکیجول او مهالویش ورکړي.
خو د امریکا سفیر وایي، د بهرنیو ځواکونو وتلو باندې پریکړه د طالبانو په اقداماتو پورې تړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *