د امریکا سفیر

تاند نیوز ډیسک: په کابل کې د امریکا سفیر د ولسي جرګې په سر راپورته شوی جنجال ناورین  بللی دی.
جان بس ویلي، یو شمیر وکیلان د ملي ګټو پر ځای د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.

وړمه ورځ (چهارشنبه) له یوې میاشتني جنجال وروسته د جرګې بحثونه په اخ و ډب واوښتل او ان وکیلانو د جرګې د مشر میز هم مات کړ.

جان بس په دې اړه زیاته کړې، واشنګټن د ولسي جرګې د جنجال اوږدیدا اندیښمن کړی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې دې لانجې نه یوازې اندیښنې پارولي بلکې ولسي جرګه یې له ناکامۍ سره مخ کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د میز په ماتیدو خلکو نیوکه وکړه چې وکیلانو د هند لخوا په ډالۍ کې د ورکړل شوي ملي شورا سپکاوی کړی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، د جرګې د غړیو ترمینځ د رامینځته شوي تاوتریخوالي ترختمیدو پورې باید یوه ځانګړې امنیتي قطعه وګمارل شي چې،  په تالار کې دننه وضعیت کنترول کړي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ولسمشر غني د ولسي جرګې جنجال سخت په غوسه کړی، خو د ارګ ویاند هارون چخانسوري دا راپورونه رد کړي چې ګنې حکومت غواړي د دې جرګې لانجه سترې محکمې ته د حل لپاره ارجاع کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *