د امریکا سفیر

تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: د امریکا سفیر جان بس تېره ورځ یو وار بیا د ټاکنو کمېسیون ته تللی او ویلي، د افغانانو په استازیتوب امریکا ته پر وخت د ټاکنو د پایلو له اعلان څخه دا غوره ده چې ناوخته دې شي، خو سمې پایلې اعلان شي.

نوموړي ویلي، که کمېسیون زیات وخت ته اړتیا ولري تر څو سمې پایلې په کې اعلان کړي، نو غوره خبره ده چې له خپل تقویم د میزان د ۲۷مې نېټې څخه یې واړوي، تر څو خلک په رڼو پایلو باور وکړي.

جان بس ټینګار کړی چې باید روښانه شي په کومو ځایونو کې د رایو مرکزونه او محلونه تړل شوي وو: (( موږ به له کمېسیون سره یو ځای کار وکړو موږ به یې د پایلو د اعلان په برخه کې ملاتړ هم وکړو.))

ښاغلي بس یو وار بیا د بایومتریک شویو رایو په شمېرنه ټینګاروکړ، خو دا په داسې حال کې ده چې ناظر بنسټونه کمېسیون ته د بهرنیو سفیرانو په بیا بیا ورتګ اندېښمن او غوسه شوي دي.

فیفا تېره ورځ په یو بیان کې وویل، د سفیرانو دا کار له ټولو ډپلوماټیکو عرفونو خلاف دی او که کوم کار لري له بهرنیو چارو وزارت سره دې خبره شریکه کړي.

One thought on “جان بس: ودې ځنډېږي خو چې د ټاکنو رڼې پایلې اعلان شي”
  1. عجیبه صحنه دی ، د امریکا سفیر جان بس هر وخت افغانستان – کابل کښی د افغانستان واقعی حکمران پشان ځان په تلویزیونو ، رادیو ګانو او اخبارو کښي څرګندوی او د افغانستان په داخلی او خارجی سیاسی موضوعګانو دبادار په شان ځان تمثیلوی ایا اوس د افغانستان مستعمیره کیدل رسمی بڼه پیدا کړه ؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *