جان بولټن

تاند- په ملګروملتو کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، ولسمشر بارک اوباما نه غواړي چې په افغانستان کې یې لږ یا ډېر پوځیان پاتې شي.

جان بولټن وویل، اوباما غواړي چې له افغانستانه هم هماغسي عسکر وباسي چې له عراق څخه یې ایستلي ول.

بولټن فکس نیوز تلویزیوني چاینل ته د اوباما په اړه وویل:«ده نه غوښتل چې په عراق کې یو امریکايی پوځي هم پاتې شي، زه فکر کوم دی (اوباما) نه غواړي چې په افغانستان کې یې هم پوځیان پاتې شي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه د لویې جرګې له پرېکړې سره سره حاضر شوی نه دی چې له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

په م.م. کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني سفیر جان بولټن په وینا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې جوړجاړی ممکن دی.

ده زیاته کړه:«فکر کوم که موږ غوښتلای چې له عراق سره جوړجاړی وکړو، کولای مو شوای. اوس هم فکر کوم چې که موږ وغواړو چې له کرزي سره جوړجاړی وکړو ممکنه ده چې وشي.»

بولټن په دې اړه چې اوباما غواړي له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي، وویل:«زه نه پوهېږم چې د کال (۲۰۱۴) په پای کې به څه پېښ شي، له بده مرغه به هغه څه وشي چې نن سبا یې په عراق کې وینو.»

د عراق په فلوجه او یو شمېر نورو سیمو کې، چې امریکايي پوځیانو له القاعده څخه نیولې وې، القاعده شبکې خپل بیرغونه پورته کړي دي.

2 thoughts on “جان بولټن: اوباما غواړي چې له افغانستانه ټول پوځیان وباسي”
  1. دا فقط پرا فغانانو با ندی فشا ر دی خو که په افغانستان کی توندلار بیا لاره ومومندله نو امریکا هم و ا لله که ا رام را څخه وکړی.

    مننه
    نجیب الله علیزی

  2. داچې بولټن څه وایي هغه دده خپله خبره ده خو مونږ دا په ځغرده ویلې شو چې که امریکایان وتښتي یا پاتې شې زمونږ هیواد به ترهغه په ارام نشي ترڅو سوچه اسلامي حکومت پکښې قائم نشي دلته بې له اسلامي حکومته جنګونه نشي ورکیدلې دویم دا چې افغانان باید متحدشي دپردیو له غړوندي خپل سرونه خلاص کړي دخپل هیواد آبادولو ته خپله ملا وتړي هیڅ پردي ته اجازه ورنکړي چې زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي پردي فرهنګ ختم کړي هرڅه داسلام او افغاني اصیل فرهنګ سره برابر کړي کنه نو نن هم ویني توئیږي صبا به هم وینې توئیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *