تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرپلټونکي په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې فساد مخ په زیاتېدا دی.
جان سوپکو د سې شنبې په ورځ په خپل راپور کې وویل، په داسي حال کې چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه خپل پوځیان باسي فساد په دغه هیواد کې ډېرېږي.
جان سوپکو خبریالانو ته وویل:«فساد د بدتره کېدو خوا ته روان دی… خورا بد، فساد نه یوازې یاغیان تغذیه کوي، بلکې یو شمېر په فساد ککړ چارواکي له دې لارې پیسې لاس ته راوړي.»
جان سوپکو په افغانستان کې د امریکا په مرستو په جوړو شویو پروژو کې د فساد او درغلیو څارنه او پلټنه کوي. ده تر اوسه پوري په افغانستان کې د امریکا د ملیاردونو ډالرو د ضایع کېدو په اړه راپورونه چمتو کړي او خپاره کړي دي.
افغانستان ته تر ټولو زیاتې مالي مرستې د امریکا متحد ایالتونو ورکړي دي او تر ټولو زیاته درغلي هم د امریکا په مرستو کې شوې ده.
دې هیواد په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې پر بیارغونه او د امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز ۱۰۴ ملیارد ډالره لګولي دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر اوباما په ۲۰۱۵ مالي کال کې له افغانستان سره ۵ ملیارده او ۸۰۰ ملیون ډالره اضافي مرسته تصویب کړي.
سوپکو وویل، سره له دې چې امریکا په ښه نیت افغانستان ته د ملیاردونو ډالرو مرستې ورکړي خو دغو مرستو په افغانستان کې فساد زیات کړی دی.
ده وویل چې امریکا لویې او زیاتې پانګونې کړي خو د هغو لپاره یې پلان نه درلود چې د افغانستان حکومت به یې څرنګه ساتنه او پالنه کوي.