د جمهوریپال ګوند مخکښ سناتور جان مکین

تاند- د امریکا د کانګریس د سنا جرګې د دفاعي کمېټې ريیس جان مکین، چې تل د افغانستان په اړه د امریکا پر پوځي تګلارې نیوکې کوي، د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په غونډه کې له ګډونه وروسته د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژۍ ته خوشبیني څرګنده کړه.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، مکین وویل«دوی بالاخره مخ په وړاندې حرکت کوي. د ملي امنیت سلاکار مک مسټر زه وبللم، ویې ویل چې سپینې ماڼۍ ته سبا ورشم، موږ به ستا لپاره یو لړ ښه معلومات ولرو.»

مکین چې د اوباما له وخته د افغانستان په وړاندې د امریکا پر پالیسیو نیوکې کوي، د سې شنبې په ورځ د سنا جرګې په دفاعي کمېټې کې د متحدو ایالتونو پر دفاع وزیر جېمز ماتیس سخت انتقادونه وکړل.

د اریزونا ایالت دغه جمهوریپال سناتور له ماتیس څخه په غونډه کې وغوښتل چې همدا اوس پلان جوړ کړي. ده خبرداری ورکړ چې که ستراتیژي نه لري له دوی څخه دې ستراتیژي وغواړي.

جان مکین وویل د بدلونونو په اړه د ژر اعلان تمه لري خو اوس لا څه نه وايي.

ده وویل چې مک مسټر ورڅخه غوښتي تر هغو څه ونه وايي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپله اعلان وکړي.

 مکین تر دې یوه ورځ وړاندې دفاع وزیر ته وویل چې توقع یې لرله چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته به په یوه میاشت یا دوو میاشتو کې پلان بشپړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *