تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د دوشنبې په ورځ په کاب�� کې د افغانستان د نوي انتخاب شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړای شي ځکه چې په دې ورځ نوموړی په هغه غرمنۍ کې برخه اخلي چې د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایډن د هند د صدراعظم نریندرا مودي په ویاړ ترتیب کړې ده.

ټاکل شوې وه چې جان کیري د ښاغلي احمدزي د لوړې په مراسمو کې په خپله حاضر واوسي.

ده روانه سپټمبر میاشت خپل ډېر وخت د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جنجال په حل کولو او له دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره په خبرواترو تېر کړ.

هند د امریکا لپاره خورا زیات اهمیت لري او له دې کبله چې مودي له امریکا سره ښې اړیکې نه لرلې امریکايي چارواکي هڅه کوي چې له نوموړي سره اړیکې ترمیم کړي.

مودي، چې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، سبا له نیویارکه واشنګټن ته ځي. ماښامنۍ ته به د ولسمشر اوباما مېلمه وي.

له دې داسي ښکاري چې د ښاغلي اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې به مهم امریکايي چارواکي ګډون نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *