تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر نن د بلجیم مرکز بروکسل ته ورسېد چې د افغانستان په شمول پر امنیتي ستونزو د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.

جان کیري په دې غونډه کې د ګڼو نورو هیوادونو له دیپلوماتانو سره په دې هیله یوځای کېږي چې افغانستان به وهڅوي څو له ۲۰۱۴ وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه په خپله خاوره کې پرېږدي.

له بروکسل څخه د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستان سره د امریکا دوه اړخیزه امنیتي موافقه به په بروکسل کې د ناټو د دوه ورځینۍ غونډې د بحث په سر کې وي.

د ناټو دا غونډه، چې هر کال جوړېږي، نن ناوخته د ناټو په مرکز بروکسل کې پیلېږي او سبا هم دوام کوي.

امریکا غواړي چې په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان پرېږدي خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امریکايي پوځیانو د حضور د دوام لپاره په امنیتي موافقه کې یو لړ شرطونه ایښي دي.

امریکا غوښتنه کړې چې افغانستان دې د روانې میاشتې ترپایه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ویل شوي، که افغانستان د روانې میاشتې ترپایه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه بارک اوباما به له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي.

9 thoughts on “جان کیري د افغانستان د هڅولو په هیله بروکسل ته لاړ”
  1. If Karzai does t sign the BSA, Afghanistan will lose a golden and historical chance to consolidate its security and economy and above all, to get a lasting peace………….If he does t sign, he should be removed by force ….

  2. داسي ښکاري چې کرزي حقیقت احساس کړی، او موږ هیله لرو چې دا مخالفت به یې له افغاني غروره سرچینه اخلي او د ملت د ستونزو د پای ته رسولو لپاره به وي

  3. Dr Iqbal shah
    We have lived in Afghanistan for century there wasn’t US force . It’s a game play by US and NATO Pakistan . Mr I shah if some one ask you or any one who supper US and nato this is my question . I will stay In your house and any time I have the to arrest or kill a member of your family ? I will build a golden house for you ? Would you do that as real afghan ?

  4. Dr Iqbal shah
    We have lived in Afghanistan for century there wasn’t US force . It’s a game play by US and NATO Pakistan . Mr I shah if some one ask you or any one who supper US and nato this is my question . I will stay In your house and any time I have the right to arrest or kill a member of your family ? I will build a golden house for you ? Would you do that as real afghan ? Afghanistan is my home Taliban US NATO paki Iranian Russia etc are our enemy and they have spy .

  5. فکر کوم چی د دواړو خواو ترمنځ پدی موافقه کی دومره زیات تضاد او اختلاف نشته. د افغانستان ولسمشر د خپلو خلکو د حقوقو نه دفاع کوی چی پدی اساس د بیګناه خلکو وژل یا د کورونو تلاشی کول د افغانانو او بشریت له اساسی حقوقو سره تضاد کی ده. که امریکایی قوتونه نور په افغانستان کی جنګی حالت ختم کړی او دوی خپلو اډو ته ستانه شی . څوک به پر دوی تعرض هم نه کوی. که چیرته خطر ورته متوجه شی ، بیا به د افغانستان قوتونه له دوی سره په ګډه د دښمن په مقابل کی جنګیږی.

  6. Guys don’t take at seriouse of dr shah it’s his personally point of view so discuss the main issue . My point of view is its not in our interest to sign this kind shameless agreement with dirty USA or NATO . if someone is afghan , pashtoon , Muslim it will never sign this agreement . First of all I never want any foreign nation with weapons in my country specially keeping war in my home by the name of FITNA TALIBAN Pakistan train terrorist in my home after 2012 . Why USA dont know we’re these FITNA TALIBAN coming from and who give train and weapons they know everything . It’s game against only both side pashtoon by USA , Pakistani

  7. اول له تاسی زما پوښتنه داده چی که ځان ته افغانان وایاست،تاسی ولی په مورنې ژبه لیکنه نه کوئ انګلیسی مو هم ګوډه او ماته ده.هو افغان ولس به اوس رښتیا د امریکا لاس کتوئ وی،چی په افغانستان کی خپل لاسپوڅی د هیواد او ولس دښمنان واک ته ورسول،په افغانانو ئي خپل هیواد سور اور کړ.زموږ د هیواد لرغونتوب ئي په سره کتاب کی ولیکل.

  8. i think our president is not as simple man as same people thing, i am sure that he will never act against the national interest of our country, he is fully aware of all american and NATO policies, and what they are here for, if more than the current conditions are putted on them by our president they will stile go for singing the BSA, even if we don’t sign the BSA with them they will stay in Afghanistan, i fully support our president and expect him to strongly standby on his conditions. it is the last chance for us to get more and more from american and NATO. after this we will not have any chance to put them under pressure and some thing out of them.

    shahim

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *