تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېره شپه افغانستان ته راورسېدو. ښاغلی کیري به نن /جمعه/ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جنجال د حل کولو لپاره له عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره وویني.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جیف راتک وویل، ښاغلی کیري به د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو او دغه راز ولسمشر حامد کرزي سره وویني.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون روانه اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې اشرف غني احمدزي څه باندې ۵۶ فیصده رایې ګتلي دي.

خو عبدالله عبدالله وايي چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې او د انتخاباتو پایلې نه مني.

د ښاغلي کیري د سفر په درشل کې عبدالله عبدالله له ملګروملتو سره موافقه وکړه چې درې نیم ملیون رایې دې بیا وڅېړل شي. اشرف غني احمدزي ویلي چې د ده ټولې رایې پاکې دي او په دې برخه کې هیڅ راز مخالفت نه لري چې څومره رایې بیا کتل کېږي.

تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۱۹۳۰ محلونو، چې اکثره یې په ډاکتر غني پوري اړوند ول، رایې پلټلي چې نژدې ۱۱ زره رایې یې باطلې شوې. په دې ۱۱ زرو رایو کې د دواړو خواوو د باطل شویو رایو ترمنځ چندان توپیر نشته.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې د باندنیو چارو وزیر جان کیري به په دې فشار راوړي چې د درغلیو پر هغو تورونو دې غور وشي چې منطقي وي او په رښتیا هم بیا کتنې ته اړتیا ولري.

پرون د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو او ملګروملتو موافقه وکړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د ټولو رایو په سلو کې ۴۳ دې له سره وشمېرل شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی دفتر په وړاندیز کې ویل شوي چې د څه باندې ۸ زره محلونو (رایبکسونو) رایې دې تفتیش شي.

دا د ټولو رایو په سلو کې ۴۳ یا ۳ ملیونه او ۵ لکه کېږي. د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې شاوخوا ۸ ملیونه رایې اچول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل:«د دې په څنګ کې چې متحد ایالتونه د کوم کا��دید ملاتړ نه کوي، موږ د داسي باوري، شفاف، او عادلانه انتخاباتي بهیر ننګه کوو چې ولسواکۍ ته د افغانانو د ژمنې لاسنیوی کوي او په نتیجه کې یې داسي څوک ولسمشر غوره کېږي چې د افغانستان د یووالي ترڅنګ ښه حکومتي اداره رامنځته کولی شي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر بې له دې چې په زغرده ووايي چې د عبدالله عبدالله پلویانو د موازې حکومت او تشدد پټکې کړي، خبرداری ورکړی:«د تاوتریخوالو او غیرقانوني اقداماتو له لارې هر راز هڅه به د دې سبب شي چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره امنیتي او مالي مرستې پای ته ورسوي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې که امریکا د افغانستان له ملاتړه لاس واخلي نور هیوادونه به هم د امریکا په پښه – پښه کښېږدي چې له کبله به یې د افغانستان پر حکومت سخت اغېز وشیندل شي او د پرمختګ لپاره به د افغان دولت وړتیا اغېزمنه شي.

0 thoughts on “جان کیري د ولسمشرۍ له کاندیدانو او ولسمشر کرزي سره خبرې کوي”
  1. دا ټولې ببولالې دي

    امریکا د افغانانو سره دوکه کوي رښتیا ولی نه وايي
    جقیقت ولی وه وييي

    د اباد او سوکاله افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *