تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: د امریکا د باندنیو چارو پخواني وزیر جان کیري وايي، طالبان مجبور مجبور دي چې په افغانستان کې د اوسني دولت د له منځه وړلو د مخنیوي شرایطو ته غاړه کېږدي.
ښاغلي جان کیري د مونیخ د کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، دا مهال افغانان او نړۍ دواړه سولې ته اړتیا لري نه دا چې اتلس کلنه، ۲۰ کلنه او ۳۰ کلنه جګړه روانه وي.
جان کیري ویلي، د جګړې د دوام غوښتل لیونتوب دی او هیله من دی چې طالبان د هغو شرایطو منلو ته اړ کړای شي چې د اوسني افغان دولت او حکومت د له منځه وړلو ایجاب نه کوي: (( د یوې معتدلې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره پوره هڅه شوې ده.))
جان کیري د خلیلزاد هڅو ته په اشاره هم ویلي چې نوموړی په تېزۍ سره هڅه کوي ټول لوري سره رایو ځای کړي.
جان کیري همدا راز ویلي، امریکا باید په دې شرط له افغانستانه سرتېري وباسي چې که طالبان د هوکړې د ماتولو هڅه کوي، نو امریکا باید دا صلاحیت ولري چې بیرته افغانستان ته مخ ور واړوي: (( د سولې په هوکړه کې چین، روسیه، ترکمنستان او نور هیوادونه پاخه ضمانتونه کولی شي.))
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي لوري ویلي له طالبانو سره د مشروطې محتوال له پلوه د سولې یوې هوکړې ته نږدې شوي دی.
داسې انګیرل کېږي چې د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې نسبي اوربند ټینګ شي او اووه ورځې وروسته ورپسې د سولې تړون لاسلیک شي چې له مخې يې طالب سرچینو ویلي امریکا به په اتلس میاشتو کې له افغانستانه وځي.