تاند- ناتایید شوي راپورونه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ته وړاندیز کړی چې د اجراییه چارو د مشرۍ چوکۍ د احمد ضیا مسعود پر ځای یونس قانوني ته ورکړي څو روانه لانجه پای ته ورسېږي.
جان کیري، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته کابل ته راورسېد، پرون او نن د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره څو واري خبرې وکړې خو داسي ښکاري چې تر دې دمه یې ستونزه نه وي حل کړې.
په همدې منځ کې ناتایید شوي راپورونه وايي چې ښاغلي کیري پرون د ولسمشرۍ له کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې وړاندیز کړی چې د اجرايي چارو د مشرۍ چوکۍ د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړی یونس قانوني ته ورکړي.
اشرف غني احمدزي تر دوهم پړاو انتخاباتو مخکې احمد ضیا مسعود ته ژمنه ورکړې وه چې په خپل حکومت کې به د درېم مرستیال چوکۍ ایجاد کړي او هر مرستیال ته به جلا دنده وټاکي. د اجرايي چارو مشري به احمد ضیا مسعود په غاړه لري.
ویل شوي چې احمد ضیا مسعود له دې وړاندیز سره مخالفت کړی.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی کیري نن مخکې تر دې چې له کابل څخه جینیوا ته روان شي، له دواړو کاندیدانو سره په یوه خبري غونډه کې حاضر شي.
!درنو درسانو مسولينو
تاسي حدث وهل او ناتايد شوى خبرونه خلك په تشويش كى اچوى په دى حساسه مرحله كى داسى خبرونه چى خلكوته تشويش پيداكوىى او داره مارانوته ذهنيت وركوى جدى خود دارى وكرى دامريكا جمهور ريس او دبهرنيو چارو وزارت خپل رسمى نظر خپور كرى او دانظر له هر ارخيحً بحثه ورسته خپوره شوى چى دناتو نورو ملگرو يي هم تايد كرى نه احمدزى او نه نه مسعود داسى پشنهاد منى او نه امركا داسي احمقانه ورانديز كوى على بابا او ٤٠ غلو پيسو ته چل جور كرى او امركايان تر اخره ورسره چنى وهى او په اخير كى منفى حًواب وركوى ترهغو چى ممكن وى امريكايان به دالوبه اوژده كرى تر حًو دعبدالله او د٤٠ غلو تمع ختم شي
حالی فهمیده شد که غم غم چوکی است نه کدام تقلب است و نه حق مردم تلف شده است اګر حق شورای نظار داده شود بدین معنی است که حق تمام مردم بجا شده است
موږ هم لکه د ګل د نظر سره ورته نظر لرو هیله ده چی میډیا داسی بی اساسه د سر چوک خبرونه خپره نکړی چی عامه اذهان محشوشوی او د ګټی پر ځای زیان رسوی.
ahmad zia masuod is nice man,he must be in the his post,not Qanony.
i hope ahmadzai sahib keep ahmad zia masoud in his posation thank you from taand
که دخپله اعتراف کړی وه په ټولو اشتبهاتو لږ شانته شمبله به دایښی وه نن چه دجان کیری په فشار اه نشی ایستلی دیته اخلاق نه وای دیته وای سوچه غلام او غلامی هغه هم دبل چا څومره دملت وزاوراوو څومره ملی سوداګر او واړه دوکانداران او څومره عادی خلک ستا دبیسدادی او شومو حراکاتونه تر پوزی راغلی وو او دی ستا دحیا سترګی کومی دی چه خلکوته ور با ندی وګوری افسوس ستاسو په حال .
قانوني تر ټولو ملي مضر او ستر خایْن دﺉ . ضیاء مسعود خو لږ تر لږه د یوه جهادي خاندان غړی دﺉ . خو قانوني په منافقت او تعصب کې خپله پښه له لاسه ورکړې نه په جهاد کې ، بل دا چې قانوني د کرزي پټ ملګری دﺉ ، او کېدای شي د قانوني په مرسته کرزی او مافیایي ټېم یې هم په راتلونکي حکومت کې ځای پیدا کړي چې بیا به ا اشرف غني او عبدالله د حکومت هم خوند او رنګ د کرزي د حکومت په څېر شي ، چې دا په اصل کې یو لوی ملي خیانت دﺉ .
wish we didnt participate the election