تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یوه کاندید عبدالله عبدالله د ټیم غړي وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پنجشنبې په ورځ له عبدالله عبدالله او د هغه د انتخاباتي ټیم د مشرتابه شورا له غړیو سره ۲۵ دقیقې خبرې وکړې.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین مسوول نصرالله ارسلايي وویل چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولاړ سیاسي حالت د له منځه وړلو لپاره د هلوځلو په لړ کې له عبدالله او د هغه له ټیم سره په خبرو کې له هغوی وغوښتل چې پرې نږدي چې د ملي یووالي حکومت ناکام شي ځکه که داسي وشول امریکا او نړیواله ټولنه به د افغانستان مالي ملاتړ ته دوام ورنه کړای شي.
عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب موافقه کړې وه چې د ملي یووالي حکومت به جوړوي خو د دواړو ترمنځ د اجرايي رييس د رول پر سر اختلاف دی.
د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون یې خپره کړه، وویل د ملي یووالي د حکومت موافقه به عبدالله ته د اجرايي چارو مسوولیت وسپاري چې دنده به یې د حکومت د پالیسیو اجرا وي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له راپور سره سم، ښاغلي غني وویل، دواړو(اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) موافقه کړې چې په دوو کلونو کې به لویه جرګه رابولي څو په اساسي قانون کې د بدلون په اړه پرېکړه وکړي او د اجرايي چارو د ریاست چوکۍ پر صدارت بدله کړي.
ارسلايي وویل، جان کیري د هغو اوږدو خبرو په سلسله کې عبدالله عبدالله او د هغه د مشرتابه شورا غړیو ته ټېلفون وکړ چې د امریکا، بریتانیا او ملګروملتو چارواکي پکې برخه لري.
ارسلايي د ښاغلي کیري د خبرو په اړه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته
وویل:«فکر کوم ډېره مرسته یې وکړه ځکه چې د حقایقو د لیدو په وجه ما د مشرتابه په شورا کې نرمښت او انعطاف ولید. د جان کیري څرګندونو او د سفیرانو او د ملګروملتو د استازي له لوري د ځینو مسلو د روښانولو له کبله ما په دوی کې د پخوا په پرتله نرمښت ولید.»
د ارسلايي په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ماښام او د پنجشنبې په سهار په داسي حال کې ټېلفوني خبرې وکړې چې عبدالله عبدالله، د مشرتابه شورا یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له خاص استازي ډن فیلډمن او دغه راز د امریکا او بریتانیا له سفیرانو او د ملګروملتو له استازي سره په غونډه کې ناست و.